د لاس رسي وړ اتصالات

بش وايى اېران له ترهگرانو سره په ملېونونو ډالره مرسته کوى


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش اېران د ترهگرى په پاللو کې په نړۍ کې تر ټولو مخکښ هېواد بللى دى. هغه د خلېج په سېمه کې د امرېکا انډېوال هېوادونه د ېته وهڅول چې دهغه په وېنا له خطر سره مخکى له دېنه چې ډېر ناوخته شى مقابله وکړى.

ښاغلى بش دا تبصرې نن د ېکشنبى په ورځ په متحد ه عربى اماراتو کې وکړې.

نن په منځنى ختېځ کې دهغه د سفر نهمه ورځ ده او دخپلې مهمې وېنا په ترڅ ېې داخبرى وکړى.

ښاغلى بش چې نن ېې په متحده عربى اماراتو کې خبرى کولې وې وېل چې وايي اېران په نړۍ کې افراطېانو ته په سوونو ملېونه ډالره مرسته ورلېږى او په عراق، لبنان او فلسطېن کې د ترهگرانو ملاتړکوى.

ښاغلى بش په خپلو خبرو کې د اېران خلکو ته هم وېنا وکړه هغه ووېل د اېران حکومت دوى ته هغه مواقع او فرصتونه نه برابروى چې دوى د خپل ځان لپاره ښه ژوند برابر کړى.

هغه د اېران پر حکومت هم غړ وکړ چې له خپلو خلکو سره احتساب ته غاړه کېږي. د ښاغلى بش د وېنا مهمى برخى دهغه دهغې عقېدې د څرگندولو لپاره وې چې دى ېې د ازادى او د ېموکراسى د پر مختگ لپاره کوى.

هغه په دې برخه کې خبرى وکړې چې ازاده ټولنه له انتخاباتو نه نورو شېانو ته هم ضرورت لرى. هغه ووېل ټولنى مدنى موسسو پوهنتونونو او مسلکى پوهانو اوماهرانوته ضرورت لرى.

د اېران خارجه وزارت پر ښاغلى بش باندى انتقاد وکړ او وې وېل چې کوشش کوى اېران په سېمه تجرېد کړى.

د خارجه وزارت خبر لېک ووېل اېران کوشش کوى چې له خپلو گاونډېانو سره خپلې اړېکى ښى کړى.

ښاغلى بش نن د متحده عربى اماراتو پاېتخت ته ابوظبهى ته ورسېده. منځنى ختېځ ته دا دهغه د سفر وروستى پړاو دى.

هغه په بحرېن کې له امرېکا ېې پوځېانو سره سهارنى ډوډى وخوړله. د امرېکا پنځمه سمندرى قوه د خلېج په ا وبو کې گزمى کوى.

XS
SM
MD
LG