د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی بندیان اوس دا اجازه لرى چې د خپلې کورنۍ له غړېو  سره خبرې وکړى


د کابل کې د سرې مېاشتى چارواکى وايي هغه مشکوک کسان چې په افغانستان کې د امرېکا قواو توقېف کړېدى اوس دا اجازه لرى چې د خپلې کورنۍ له غړېو سره دېوې نوې وسېلى چې د وېډېو ټېلې کنفرېنس په نامه ېادېږى خبرې وکړى.

چارواکېو نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې تقرېبا شپېتو کورنېو تر اوسه پورې له دغه فرصت نه گټه اخېستى ده او د خپلې کورنى له هغو بندېانو سره ېې خبرى کړېدى چې د بگرام په هوايي مېدان کې بندېان دى.

ډېرې داسى کورنى شته دى چې د خپلو انو سره ېې د څوکلونه خبرى ندى کړى.

د بگرام د هوايى مېدان په زندان کې شپږ سوه بندېان پراته دى. د سره صېلېب نړېوالى کومېټى په مرسته دا کار پېل شوېدى. رپوټ وايي دا کار تر اوسه پورې سابقه نلرى.

د ٢٠٠١ مېلادى کال راهېسى چې په افغانستان باندى امرېکا ېرغل کړېدى په سوونو طالبان او د القاعده غړى نېول شوېدى.

ددې ترڅنگ نورهم ډېر کسان چې له ترهگرو سره داړېکو په درلودلو تورن دى نېول شوېدى.

XS
SM
MD
LG