د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د سختي یخنی او واورو ورېدلو له امله د خلکو ستونځی


په افغانستان کی د روان کال د سختي یخنی او واورو اورېدلو له امله خلک وژل شوي او دغه راز د خوراکی موادو سخت کمبود لیده کېږی.

د نړۍ مطبوعاتو او خبری اژانسونو په دې باره کی تبصرې کړي دي او په دې لړ کی د روسیې د نووستی خبری اژانس ویلي دي چی په تېرو څو ورځو کی د افغانستان په بېلو بېلو ولایتونو کی د سختو اورو داورېدلو او یخنی له امله څه دپاسه سل تنه وژل سوي دی.

د نووستی خبری اژانس وایی په زرها و هغه خلک چی په کلیو او بانډو کی ژوند کوی د سختو واورو له امله د سړکونو او لارو ارتباط ورسره قطع سوی او ډېر کسان د واورو د ښویېدلو او پر سړکونو باندی د ټکرونو له امله وژل سوي دی.

د نووستی خبری اژانس وایی د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي امر کړی دی چی د غوریان ولایت ته چی تر ټولو سخت زیانمن سوی دی او څه د پاسه پنځوس تنه د واورو د ښوېیدلو له امله وژل سوي دي، پوځیان واستول سي.

د هوا د حالاتو ماهران پېش بینی کوی چی د هرات، بادغیس، غور، کابل او غزنی په ولایتونو کی به نوری واوری هم وسی.

د بلی خوا د ملگروملتونو د خوراکی موادو پروگرام وایی په افغانستان کی د خوراکی موادو د بیو د زیاتېدلو له امله یو میلیون او درې سوه زره تنه د کلیو څخه ښارونو ته کوچېدلي دي. رپوټونه وایی چی په ښارونو کی هم تقریبا نهه سوه زره تنه د خوراکی موادو د سخت کمبود سره مخامخ دی.

د ملگرو ملتونو د خوراکی موادو موسسه وایی په دې باب به نور تحقیقات وروسته وسی چی د افغانستان په ښاری سیمو کی په دقیقه توگه څونه خلک د خوراکی موادو د کمبود سره لاس او گرېوان دی.

د ملگرو ملتونو د خوراکی موادو او کرنی موسسې رپوټ ورکړی دی چی په تېرو دوولسو میاشتو کی د نړۍ د خوراکی موادو په بازارونو د خوراکی موادو بیی په سلو کی سل او په افغانستان کی پخ سلو کی تر شپېتو پوری لوړی تللی دی.

د نړی دخوراکی موادو موسسه وایی په د ېتازه شپو روځو کی معلومه سوې ده چی د افغانستان د څلېرویشت نیم میلیون نفوس څخه تقریبا شپږ نیم میلیونه د خوړلو د پاره کافی مواد نه لری، او دا شمېر هم په دې تېرو دریو میاشتو کی ډېر زیات سوی دی.

د ملگرو ملتونو د خوراکی موادو موسسه وایی د افغانستان حکومت او ملگری ملتونه دواړه په گډه مرسته کونکو موسسو ته خواست کوی او له هغوی څخه غواړی چی د افغانستان د خوراکی مواد و بحران ته متوجه سی.

خو ملگري ملتونه او د افغانستان حکومت دواړو اطمیان ورکړی دی چی هیواد د قحطی د خطر او یا دغه ته د ورته خطر سره مخامخ نه دی.

د بلی خوا د اسوشیېټیډ پریس خبری اژانس وایی چی په افغانستان کی ډېر زیات شمېر خلک د شپې په تېلی څراغونو گوزاره کوی. اژانس د دوه شپېته کلن گل حسین له قوله وایی چی ځینی گاونډیان یې له شمعو څخه کار اخلی مگر شمعی هم گراني دي.

د اسوشیېټیډ پریس خبری اژانس د اسیا د انکشافی بانک له قوله لیکی سره له هغه چی په تېرو پنځو کالو کی له افغانستان سره په سوو میلیونه ډالره مرستی سوي دي، په پایتخت کابل کی ډېر زیات شمېر کسان د شمعی رڼا ته د ماښام ډوډوی خوری.

دغه اژانس وایی په افغانستان کی د برېښنا کموالی د دې نښه ده چی په هغه هیواد کی د پبیا ابادېدلو کارونه ډېر ورو پر مخ روان دی. زړې فابریکې له کاره لوېدلي او نوي جوړی سوي نه دی. د خوراکی موادو کمبود او د کورونو تیاره ماښامونه د کرزي د حکومت څخه د خلکو زړه بدوی.

د اسوشیټېیډ پریس خبری اژانس وایی د برېښنا د وزارت د یوه مامور له قوله چی نه یې غوښتل نوم یې یاد سی وایی چی د ښاروالی کارکونکي، د برېښنا او اوبو لگولو د وزارت په امر سیاستمدارانو، جنگ سالارانو او سفارتخانو ته دایمی برېښنا ورکوی.

د برېښنا د وړو سټېشنونو څخه خاص مزي غځېدلي دي او بین المللی موسسې محلی مامورینو ته په میاشت کی له دوو سوو څخه تر زرو ډالرو پوری رشوتونه ورکوی چی برېښنا ورباندی قطع نه سی.

د برېښنا او اوبو لگولو وزیر اسماعیل خان دا رپوټونه ردوی او وایی چی په افغانستان کی اداری فساد یوه وړه ستونزه ده. ده وویل مهمه خبره دا ده چی په شپږو میاشتو کی به د برېښنا ستونزه حل سي او هر څوک به په ورځ کی څلېرویشت ساعته برېښنا لری.

اسوشیټییډ پریس خبری اژانس وایی جمهور ریس حامد کرزي په تېر مني کی په یوه راډیویی وینا کی وویل ده له جمهور ریس بوش سره پر دې خبری باندی بحث کړی دی چی افغانستان د خپلی برېښنا تولیدولو ته ضرورت لری.

او د متحده ایالاتو د بین المللی مرستو د ادارې یوه مسول مقام فیلیپس وویل سړی نه غواړی چی د پروژو د ناکامیو په باب خبری واوری خو سړی به دا هیله کوی چی گوندی کارونه ډېر ژر پر مخ ولاړ سی او هر څه بهتر سی.

XS
SM
MD
LG