د لاس رسي وړ اتصالات

بان کی مون په عراق کی د ناکراریو د کمېدلو هرکلی کړی دی


د ملگروملتونو عمومی منشی، بان کی مون، په عراق کی د ناکراریو د کمېدلو هرکلی کړی دی او په سیاسی برخه کی یې هم ددغه راز پرمختگ کېدلو هیله کړې ده.

ښاغلي بان پرون د امنیت شورا ته په یوه رپوټ کی وویل په سیاسی برخه کی پر مختگ د اوسنی امنیتی وضع د ساتلو دپاره ضروری دی.

ښاغلي بان په عراق کی د سیاسی جریان له امله خپگان څرگند کړ او وې ویل چی په دې برخه کی لکه څرنگه چی تمه کېدله په هغه اندازه پرمختگ نه دی راغلی.

ده وویل په عراق کی یې خپل خاص استازي ته هدایت ورکړی دی چی د ملگرو ملتونو د کار پر هر اړخ باندی غور وکړي او وگوری چی په عراق کی د بېلو بېلو ډلو ترمنځ د سیاسی روغی جوړي په کتار کی څه مرسته کولای سی.

د امنیت شورا د اگسټ په میاشت کی په عراق کی د ملگرو ملتونو هیات ته دا صلاحیت ورکړ چی د عراقی ډلو ترمنځ سیاسی خبری تشویق کړي او دغه راز د سرحدی مسایلو، مهاجرینو او انرژی په برخه کی سیمه ایزو خبرو د پیل کېدلو دپاره کار وکړی.

XS
SM
MD
LG