د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبی کوریا منتخب جمهور ریس: د هغه حکومت به پر شمالی کوریا باندی خپل فشار ته دوام ورکړی


د جنوبی کوریا منتخب جمهور ریس لی مینگ باک وایی د هغه حکومت به پر شمالی کوریا باندی د اټومی وسلو د جوړولو د پروگرام د پرېښودلو دپاره خپل فشار ته دوام ورکړی، مگر زیاتوی چی هغه به دغه راز د شمالی کوریا له حکومت سره د حوصلې څخه کار واخلی.

ښاغلي لي نن په سیول کی له خارجی خبریالانو سره په خبرو کی وویل په داسی حال کی چی د شمالی کوریا د اټومی وسلو د له منځه وړلو جریان په دې تازه شپو ورځو کی تعطیل شوی دی، د هغه حکومت به ددغی موضوع په برخه کی له زغم او احتیاط نه کار واخلی.

ښاغلي لی ژمنه وکړه چی د متحده ایالاتو، چین، روسیې او جاپان په څېر هیوادونو سره به چی د شمالی کوریا د اټومی بې وسلې کولو په کار کی فعالیت کوی، همکاري نوره هم زیاته کړی.

XS
SM
MD
LG