د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس میرمن لورا بش وايي افغاني ښځې  پرمختگ کړی دی


د امریکا د جمهور رئیس میرمن لورا بش وايي چې ښځې او نارینه په افغانستان کې زیار باسې تر څو یوه باثباته او دموکراتیکه ټولنه بیا جوړه کړي. لورا بش د یوې خاصې مرکې په ترڅ کې زمونږ همکارې ښایسته سعادت ته وویل چې د افغانستان د خلکو سره یې قوي خواخوږي لري.

لورا بش وايي: په ١٩٥٧ کال کې چې کله یوولس کلنه او په شپږم ټولگي کې زده کونکې ومه، ما د افغانستان په باره کې لیکنه کړې وه. لورا بش وايي چې ما هیڅکله هم داسې تصور نه کاؤ چې کله به هم زه په پوخوالي کې افغانستان ته سفر وکړم. هغه په ٢٠٠٥ کال کې افغانستان ته ولاړه او هلته د ښځو په حقوقو او ښوونه او روزنه باندې خبرې وکړې. تر دې وخته پورې هغې ته معلومه نه وه چې طالبانو په ښځو باندې څومره محدودیتونه وضع کړي وو.

میرمن بش وايي چې کله په ملک کې نوی نظام رامنځ ته شو نو يې ډیر تحولات رامنځ ته کړل. میرمن بش وویل: نو ځکه ډیرو خلکو رایې ورکړې او په دې کې ډیرې ښځې هم شاملې وې. نوی حکومت رامنځ ته شو، نوی اساسي قانون جوړ شو. میرمن بش وايي چې په افغانستان کې د ماشومانو په مړینه کې ٢٥ په سلو کې کمی راغلله، پنځه ملیونه ماشومان چې د پنځو نه دوهمه برخه یې نجونې وي ښونځیوکې شاملې شوي. هغې زیاته کړه چې د خطرونو او ستونزو سره سره بیا هم پرمختگونه شوي دي. میرمن بش وايي: زه په هغو خطرونو ښه خبره یمه چې کله ښځې او نارینه د ښونې او روزنې په برخه کې د خبرې وخت کې یې احساسوي. دوی ددغه حق نه د طالبانو په وخت کې محروم گرځول شوي وو.

میرمن بش د امریکا او افغان د ښځو د شورا د غړو سره چې په کې د افغانستان نه هغه ښځې هم شاملې وي چې د کاروبار او د ملک په بیا ودانولوکې بوختې دي. بش وايي: ددوی ژوند بدلون وموند او دا بدلون مثبت دی. میرمن بش د افغانستان د گاونډي ملک پاکستان په هکله، دمیرمن بوټو په بیرته تگ او دهغې د وژل کیدلو په برخه کې هم خبرې وکړې.

میرمن بش وویل: هو، زه د هغه چا سره یم چې دوی د دموکراسۍ د لاس ته راوړلو لپاره هلې ځلې کوي. زه د بې نظیر بوټو په وژل کیدلو ډیره خواشینې یم او په دې اړه د پاکستان خلکوته د خپلې خواشینۍ مراتب څرگندوم. لورا بش وايي دواړه گاونډي هیوادونه باید د دموکراسۍ د لاس ته راوړلولپاره یو موټی شي. تیره میاشت د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي او د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف د امنیت په هکله د اختلاف او تشنج سره سره بیا هم وکتل. لورا بش وايي: افغانستان او پاکستان اوږدې پولې لري نو ځکه ددوی اړیکې باید غښتلې وي.

په داسې حال کې چې میرمن بش د بین المللي پوځ په دوامداره حمایت ټینگار کوي دا غوښتنه هم کوي چې د افغانستان ملي پوځ دې ددې جوگه شي چې د ملک امنیت وساتي. لورا بش وايي: زما په فکر د افغانستان خلک ډیر څه کولی شي تر څو په گډه کار وکړي، اختلافات یوې خواته پریږدي او په رښتني ډول ودریږي اووايي مونږ نور تروریزم نه غواړو. د امریکا د جمهور رئیس میرمن لورا بش امریکا غږ ته وايي چې هیله لري د یوه عادي فرد په حیث بیا افغانستان ته و لاړه شي او د ښځو او د ماشومانو د ژوند د ښه کولولپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG