د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران ستر مرکچې: تهران او پیکینگ د ایران د اتمی پروگرام په باره ېوشان دریځ لری


د ایران سترمرکچی سعید جلیلی وائې، د هغه هیواد او چین د ایران د اتمی پروگرام په باره یوشان دریځ لری.

ښاغلې جلیلی په پیکینگ کې د چین د مامورانو سره د خبرونه وروسته خبریالانو ته وویل، دواړه هیوادونه د اقتصادی بندیزونو، د اتمی وسلو دخپرولو او دسوله ایزو مقاصدو لپاره د انرژی داستعمال په باره کې گډ نظر لری.

مگر هغه پدی باره کې نور تفصیل ورنکړ.

چین چې له ایران نه ئې غوښتی وچې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنی ومنی چې خپل د اتمی فعالیتونو په باره کې ټولو پوښتنو ته ځوابونه ووائې، د ایران په خلاف د سختو اقتصادی بندیزونو د لگولو په باره کې زړه نازړه دی.

چین د ملگرو ملتونو د څلورو نورو ملکونو امریکا، بریتانیه، روسېه او فرانسی او المان سره بله هفته په برلن کې غونډه کوی چې د ایران په اتمی موضوع باندی خبری وکړی.

له بلی خوا د ایران دولتی مطبوعاتو رپوټ ورکړ چې روسېې نن د جمعی په ورځ اتمی سونگ مواد ایران ته ورسول چې د بوشهر په اتمی بټۍ کې ورنه کار واخلی.

XS
SM
MD
LG