د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی عسکرو د افغانستان د سرحد سره ترنوی افراطیانو پوری وژلی دی


پاکستانی عسکرو د افغانستان د پولې سره په جگړه کې ترنوی کسانو پوری افراطیان وژلی دی. پوځی ماموران وائې، نن د جمعی په ورځ د جنوبی وزیرستان په قبائلی سیمه کې د جگړی په وخت کې یاغیان ووژل شول.

په لومړی پیښه کې یاغیانو په ‏(‎ له ده ‏)‎ په نامه سیمه کې په عسکری قشله باندی د توغندیو او سپکو وسلو حمله وکړه او محاصره ئې کړه.

ماموران وائې، عسکرو په ځواب کې ترشپیتو پوری حمله کوونکی ووژل. په دوهمه پیښه کې یاغیانو د چغملی ښارگوټوته نژدی په نظامی کتارباندی حمله وکړه.

د پاکستان امنیتی قواو ځوابی ډزی وکړی.

ماموران وائې، په دغه نښته کې دشلو نه تر٣٠ پوری افراطیان ووژل شول او څلورتنه عسکر زخمیان شوید. دری ورځی پخوایاغیانو په جنوبی وزیرستان کې په سراروغه کې نظامی څوکې نیولی وه دهغې نه وروسته دغه ننی نښته وشوه.

دغه سیمه دافراطی مشر بیت اله محسود چې دالقاعدی سره ارتباط لری، قوی مرکزدی.

حکومت وائې، دډیسمبر په ٢٧ نیټه په راولپینډی کې دپخوانی صدراعظمی دوژلو مسول دی.

XS
SM
MD
LG