د لاس رسي وړ اتصالات

'ېو میلېون خلک خوراکى موادوته اړتېا لري'


ملگري ملتونه وايي د افغانستان په څلورو ولاېتونو کې له ېو ملېون نه زېات خلک په بېړه باندى د خوراکى موادو مرستى ته اړتېالري.

ملگرى ملتونه اټکل کوى چې لږ تر لږه دوه سوه کسان چې اکثره ېې ماشومان دى د ژمى د سړو له امله مړه شوېدى.

د ملگرو ملتونو د مرستو ادارې وايي د ژمى د ېخنى سختى هوا او واورې د افغانستان په لوېدېځو او مرکزى ولاېتونو کې په لسهاو کلېوته لارې بندى کړېدى او د خوراکي موادو رسول ېې ددغو سېمو خلکو ته تقرېبا ناممکن کړېدى.

د ملگرو ملتونو نطاقه اېلزابتهه بېېرز وايي ددوى ادارو د خوراکى موادو او نورو ضرورى شېانو ذخېرې له مخکې نه په سېمه کې ځاې په ځاى کړېدى چې د ضرورت او ژمى د سختو شراېطو پر وخت له خلکو سره مرسته وکړى.

خو سره له دې هم د ملگرو ملتونو ادارې او خلک د ژمى دغه راز سختې ېخنى ته چمتونه وو. مېرمن بېېرز وايي د خرابى هوا له امله د غلو سوداگران هم نشى کولى چې ځاى بازارانو ته خوراکى مواد د خرڅلاو لپاره ور وړى.

هغې ووېل سختى هوا له امله تراوسه پورې ۴٢ زره پسونه اوزې ، او غواېان مړه شوېدى. په همدې سبب دغوښې بېه نوره هم جگه شوېده.

XS
SM
MD
LG