د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي: ترهگرى اوس هم ډېر ستر خطر دى!


د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزي وايي ترهگرى اوس هم په دې هېواد کې د ډېر ستر خطر په توگه دوام لري.

هغه د افغانستان ولسى جرگې ته نن دنوې غونډې په مناسبت خبرى کولى. ښاغلى کرزي ووېل د ترهگرى ضد جگړه کې نړېوال ملاتړ اوهمکارى ډېرا همېت لرى.

ښاغلي کرزى دا خبره تکرار کړه چې د حکومت دروازې دهغو کسانو لپاره خلاصى دى چې د افغانستان اساسى قانون ومنى او د ملگ د بېارغونى په کوششونو کې برخه واخلى.

رپوټ وايي چې د حکومت د پخلاېنى کومېسېون د طالبانو له پخوانېو جنگېالېو او نورو ېاغېانو سره مرسته کوى چې له افراطېت نه لاس واخلى او په ټولنه کې له قانون سره سم ژوند وکړى.

د دغو هڅو سره سره هم طالبان دهېواد په جنوب کې له سره منظم سوېدى او په دې وروستېو مېاشتو کې ېې په برېدونو کې زېاتوالى راغلى دى.

د طالبانو د حملى لړۍ په دې نېژدې ورځو کې لږ تر لږه دولس کسان وژلى دى. په دې جمله کې پنځه افغانان او د ناټو ېو عسکر هم شامل دى.

د برتانېې ددفاع وزېر نن داخبره تائېد کړه چې د برتانېې ېوعسکر دافغانستان په جنوب کې د ېکشنبى په ورځ هغه وخت وژل شوېدى چې موټر ېې په ماېن و ر برابرسو. د نړېوالو قواو پنځه تنه نور عسکر زخمى شوېدى.

چارواکى وايى چې د شنبى په ورځ ناوخته پنځه ملکېان کندهارته نېژدى هغه وخت ووژل شول چې ېو بم چې په اصل کې دناټو او افغانستان قواو ته اېښودل شوى و هغه وخت و چاودېده چې ېوه ټکسى موټر پرې ور تېرسو.

په زابل کې د حکومت د سولى او پخلاېنى د کومېسېون مشر د ېکشنبى په ورځ د وخته برمته سوېدى. وروسته بېا دهغه مړى پېدا شو. دهغه ساتونکى او موټر وان لادرکه دي.

XS
SM
MD
LG