د لاس رسي وړ اتصالات

گورډن براون نړېوالو  اقتصادى موسساتو کې د ژوربدلون د راوستلو لپاره غږ کړېدى


د برتانېې صدر اعظم گورډن براون نړېوالو اقتصادى موسساتو کې د ژوربدلون د راوستلو لپاره غږ کړېدى. هغه ووېل په دې لړ کې د ملگرو ملتونو د مالى صندوق او نړېوال بانک موسسى شاملى دى.

هغه په نوي ډېلى کې د هند تجارانو او کاروبارى خلکو ته په وېنا کې ووېل دغه ژوربدلونونه ددې لپاره ضرورى دى چې د د اسېا او هند اقتصادى رشد پکى منعکس شى او ېوه نوى نړېواله ټولنه جوړه شى.

ښاغلى براون د اخبرى هند او چېن ته د خپل سفر په وروستى ورځ باندى وکړې.

د هند صدراعظم، من موهن سنگ، له ښاغلى براون سره موافقه وښودله او وې وېل چې نړېوال اقتصادى موسسات داسى هېوادونه لکه هند او چېن له نظره نشى غورځولى.

XS
SM
MD
LG