د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کی څلور تنه ووژل شول


د افغانستان پولیس وایی د هغه هیواد په جنوب کی څلور تنه هغه وخت ووژل سول چی د چاودنکو موادو یو واسکټ له وخت نه مخکی په یوه کور کی وچاود.

د طالبانو یو قوماندان او د هغه دوه زامن په دغه چاودنه کی وژل سوي دی. پولیسو وویل دغه چادونه د هلمند ولایت د لښکر گاه په ښار کی وسوه.

او نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونیسف د جنوبي اسیا د برخې مشر، دان تول، یوې خبري غونډې ته وویل چې د تېرو کلونو په پرتله د افغانستان، په اوسنیو شرایطو کې، د ماشومانو په ژوند کې زیات مثبت بدلون راغلی دى.

دان تول خبریالانو ته د نړۍ په ماشومانو باندې د یونیسف د۲۰۰۸ کال څیړنیز رپورټ وړاندې کاوه. هغه وویل که څه هم د افغانستان د ماشومانو وضعه دپخوا په پرتله په وروستیو کلونو کې ښه شوې، خو لاهم په ځینو برخو کې ماشومان له ګواښوونو سره مخ دي.

هغه وویل چې افغانستان د ماشومانو د مرګ او میر له پلوه د نړۍ دریم هیواد بلل کیږي او د زیږون په مهال د میندو د مړینې له پلوه د نړۍ دویم هیواد دی.

نوموړي زیاته کړه چې له ۲۰۰۱ میلادي کال را وروسته په افغانستان کې د ماشومانو په مړینه کې ۲۵ فیصده کموالی راغلی او ۹۰ فیصده ماشومانو ته دفلج یا ګوزڼ د ناروغۍ واکسین شوی دی.

د یونیسف د جنوبي اسیا د برخې مشر دان تول په همدې ډول وویل چې په افغانستان کې هره ورځ شپږ سوه ماشومان په ناروغېو باندى مړه کېږي.

هغه همدا ډول د کارکوونکو ماشومانو په اړه اندیښنه وښوده او وې ویل چې یوازی په کابل ښار کې ۲۷ زره ماشومان په سختو کارونو اخته دي او په کلیوالو سیمو کې هم د کار کوونکو ماشومانو د ژوند شراېط چندانې ښه ندی.

دان تول وویل چې تیر کال د یونیسف اداری ۷۷،۵ ملیونه ډالره د ماشومانو د ژودند د شراېطؤ د ښه کولو لپاره لګولي او سږ کال به هم ۸۲ ملیونه امریکايي ډالره په دغه برخه کې ولګوي.

XS
SM
MD
LG