د لاس رسي وړ اتصالات

'د امریکا د اقتصاد کمزوري به د ډېرو هیوادونو تجارت ته صدمه ورسوی'


د متحده ایالاتو مرکزی بانک خپله د سود اندازه د یوه فیصد درې پر څلور برخی، کمه کړې ده او غواړی په دې توگه د متحده ایالاتو له اقتصاد سره مرسته وکړي. او د نړۍ د اسهامو په بازراونو کی د سهمونو د ډېر زیات خرڅلاو، مخه ونیسی.

د امریکا د مرکزي بانک، ددې اقدام په اساس اوس د سود اندازه درې نیم فیصده ده. د مرکزی بانک یوه اعلامیه وایی دغه اقدام یې د اقتصاد د کمزوره کېدلو له امله کړی دی.

د نړۍ د اسهامو بازارونه د تېرو دوو ورځو راهیسی د متحده ایالاتو د اقتصاد د کمزوره کېدلو له وېری مخ پر ځوړه روان دي، ځکه دوی وېره لری چی د امریکا د اقتصاد کمزوري به د ډېرو هیوادونو تجارت ته صدمه ورسوی.

د امریکا د خزانې وزیر، هینری پالسن، نن په واشنگټن کی یوې غونډي ته وویل: داسی ښکاری چی جمهور ریس بش او د کانگریس غړي، ډېر ژر د متحده ایالاتو د اقتصاد د غښتلي کولو لپاره ١۴٥ میلیارډ ډالره منظور کړی.

د اروپا د بازارونو وضع د ورځی په سر کی ډېره خرابه وه، خو نن د ورځی په نیمایی کی یو څه بیرته بهتر سول.

XS
SM
MD
LG