د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې اوسېدونکو د مصر او غزى ترمنځ سرحدى دېوال ونړاوه


وروسته له هغه نه چې د غزې اوسېدونکو د مصر او د غزې تر مینځ په سرحد جوړ شوی دیوال ړنگ کړ، د غزې په په زرهاو اوسېدونکي د مصر خواته ور واوښتل او د ورځنيو ضروریاتو شیان یې خپلو کورونو ته راوړل.

د دیوال له ړنگېدو وروسته د غزې په زرهاو هغه اوسېدونکي چې ډېر خوشاله مالومېدل د سیلاب په شان د مصر د رفا په ښارور مات شول او له هغه ځای نه یې سگریټ، د سون مواد، او داسې نور شیان راوړل چې د اسرائیل او مصر له خوا د غزې له کلا بندۍ وروسته هلته له نښت سره برابر شوي دي.

د رفا یوه اوسېدونکي حسن علمبېد و ویل: "د خلکو په بري د خدای شکر ادا کوم. خلک ځي، خوراکي مواد، سېمټ، اوړه او هرڅه راوړي او ناروغان د علاج له لپاره هلته ځي.‏"‏‎ حماس د دیوال د ړنگولو مسئولیت په غاړه نه

د مصر سر‏حدي پولیسو هیڅ کوم غبرگون ښکاره نه کړ او ویې ویل چې د مصر حکومت نه پوهیږي چې په دې هکله څه وکړي. وروسته له هغه چې تېر کال حماس غزه په خپل کنټرول کې را وستله، د مصر حکومت له غزې سره خپل سرحد بند کړ.

د حماس ویاند سمیع ابو زهري په دې برخه کې و ویل چې ‏‏ ‎د مصر په سرحد پیښې او دغه مشهوره تحریک د فلسطینیانو قهر او زړه تنگي ښکاره وي چې دوى ېې د سختو بندیزونو له کلبه گالي‎ د سه شنبې په ورځ اسرائلیو هم د غزې سرحدي بندیځونه یو څه لري کړل او د غزې د برق د تولید ېوازېنى مرکز ته یې تیل ور پرېښودل او ورسره یې گاز، خوراکي مواد او دارو هم ورپرېښودل.

خو تر اوسه پورې په غزه کې د برق، د سون د موادو او د نورو شیانو سخت کمی لېد ل کېږي. اسرائیل وايي د بندیځونو موخه یې په حماس فشار اچول دي چې په اسرائیلو باندى د راکټ بریدونه بند کړي.

XS
SM
MD
LG