د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: د ناکراریو زیاتېدلو له امله، دا ضروری دی چی په قبایلی سیمو کی قواوی تقویه شی


د پاکستان پوځ وایی د افغانستان د سرحد سره نیژدې د جنوبی وزیریستان سیمی ته د هغه یاغی قوماندان د نیولو دپاره تقویتی قواوی لېږی چی فکر کېږی د پخوانۍ صدراعظمی بېنظیربوټو په قتل کی یې لاس درلودلی دی.

د پوځ نطاق جنرال اختر عباس وایی په وروستیو وختونوکی د ناکراریو زیاتېدلو له امله دا ضروری وه چی په هغه قبایلی سیمه کی خپلی قواوی تقویه کړو.

ده وویل دغی سیمی ته اضافی پوځیان لېږل سوي دي مگر نور تفصیلات یې ورنه کړل.

پوځ وایی په تازه نښتو کی څه دپاسه شل تنه عسکر او سل تنه یاغیان وژل سوي دی. جنوبی وزیریستان د پاکستان د طالبانو د ډلي د یوه مشر، بیت الله محسود، مرکز دی.

فکر کېږی چی دده ډله له القاعده سره هم اړېکی لری.

XS
SM
MD
LG