د زیمبابوې د حکومت لوی مخالف مخالف مشر نن د یوې ټاکلی شوي مظاهرې نه مخکی د لنډ وخت دپاره توقیف شو.
پولیسو د ډیموکراټیک تغیر د تحریک مشر مورگن سوانگیری په پایتخت هرارې کی د هغه په کور باندی د سپېده داغ نه مخکی حملې په ترڅ کی ونیوی.
مقاماتو مخکی ددغی مظاهرې اجازه ورکړې وه، مگر د دوشنبې په ورځ یې خپله فیصله بدله کړه او ویل یې چی ددغی مظاهرې په ترڅ کی ښایی ناکراری رامنځته شی.
د ډیموکراټیک تغیر تحریک د څکومت د فیصلې په مقابل کی محکمې ته خواست کړی وو، مگر قاضی نن د څکومتد فیصلې ملاتړ وکړ.
که څه هم چی محکمې امر وکړ چی دغه گنوند اجازه لری چی د هرارې نه بهر په یوه سټوډیم کی غونډه وکړی.
د ډیموکراټیک تغیر گوند وایی ددغی په نظر کی نیول شوي مظاهرې نه یې هدف دا وو چی مخکی له هغه چی د مارچ په میاشت کی د جمهوری ریاست او پارلمان داپره انتخابات کېږی په حکومت باندی د نوي اساسی قانون د جوړولو دپاره فشار واچول شی.