د لاس رسي وړ اتصالات

دوه نیم میلیونه افغانان د لوږې له خطر سره مخامخ دی


ملگرو ملتونو او د افغانستان حکومت، په افغانستان کی څه د پاسه هغو دو نیم میلونه افغانانو ته، چی د لوږی له خطر سره مخامخ دی، د خوراکی موادو د رسولو دپاره د بین المللی مرستی غوښتنه کړې ده.

د ملگرو ملتونو مقامات وایی د غنمو بیه یو ناڅاپه دونه لوړه سوه چی خلک یې رانیولای نه سی. د ملگرو ملتونو یوه ستر مقام نن د بین المللی مرسته کونکو موسسو او هیوادونو نه وغوښتل چی ٨١ میلیونه ډالره مرسته وکړی، څو د افغانستان ښځی او ماشومان د خوراکی موادو د کمبود په ناروغیو اخته نه سی.

په تېر یوه کال کی د غنگو بیه په سلو کی شپېته لوړه سوې ده. د ملگرو ملتونو مقامات وایی د غنمو دبیی لوړېدلو په زرهاو افغانان د لوږی له خطر سره مخامخ کړي دی.

افغانستان خارجی مرستو ته ډېر اړ دی او د خوراکی موادو د کمبود د پوره کولو دپاره یې تر ډېره ځایه پوری د ملگرو ملتونو د مرستو په کاروانونو باندی تکیه کړې ده .

XS
SM
MD
LG