د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: ځان مرگی حملی او مذهب کوم ارتباط نلری


د افغانستان پاکستان او عراق مشرانو نن د تیروریزم او په خاصه توگه د ځان وژونکو حملو سره د مقابلی دپاره په لارو چارو بحثونه کړیدی.

د افغانستان جمهور ریس، حامد کرزی، دا نظر رد کړیدی چی گنی په نړئ کی د ځان مرگی حملو روان بهیر د مذهب سره کوم ارتباط لری. بلکی هغه ویلی چی ځان مرگی حمله یو مجرمانه فعل دی او باید چی په سختئ سره یی مخه ونیول شی.

جمهور ریس کرزی وویل: "متاسفانه په ځینو مواردو کی ځان مرگی حملو د یو تجارت شکل اختیار کړیدی. دوی په مخدره موادو معتادو کسانو نه کار اخلی. دوی د هغو کسانو نه په ځان مرگی حملو کی د وسلو کار اخلی چی ډیر ناروغه او بی وزله وی. دوی یوی کورنئ ته ورځی او ورته وایی: 'چی ستاسو بچئ خو هسی هم مری، نو مونږ ته یی راکړئ. مونږ به پیسو درکړو. دی به په بم کی والوزی او جنتی به هم شی' "

بلخوا، د عراق د صدر اعظم، مرستیال بهرام صالح، د ځان مرگی حملو په باب یو بل نظر وړاندی کړیدی. هغه وایی چی دی کار کی یو څه مذهبی عنصر هم شامل دی چی تروریزم ته وده ورکوی.

هغی وایی: 'ځینی افراطیان غواړی چی زمونږ مذهب د ځان په گټه استعمال کړی. زما په عقیده اسلام د ترحم او برداشت دین دی چی د سولی، انسانی کرامت او درناوی درس ورکوی. خو ځینی ظالمان شته چی بی گناه انسانان حلالوی او وایی چی دا کاریی د اسلام په نوم کړیدی. دی وایی چی جدی ضرورت د دی خبری دی چی باید د دینی مرکزونو اصلاح وشی. او دا خبره پخه شی چی ټول اسلام مرکزونه د ځان مرگی حملو په مقابل کی یو غږ پورته کړی.'

په عین حال کی د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی، د پاکستان جمهور ریس پرویزمشرف په کراتو کراتو په دی تورن کړیدی چی دی د افغانستان په پوله قبایلی سیمه کی د طالب جگړه مارو د پټو مرکزونو د بندولوسمه چاره نه کوی. خو جمهور ریس مشرف دا تور نه منی او وایی چی د تروریزم د خوریدو اساسی علت افلاس دی.

جمهور ریس مشرف وویل چی د دی مسلی د اوږدی مودی د علاج په لړ کی، باید مونږ د غربت او بی سوادی د ختمولو غم وخورو. او مونږ اوس دستی همدا کار کوو.

ښاغل مشرف وایی اول باید د هیواد اقتصاد ښه کړو. او د خلکو ژوند بهتره کړو. د پاکستان جمهور ریس مشرف نه یوازی دا چی په سویس کی د نړئ د اقتصادی ټولنی په غونډه کی برخه اخلی، بلکی دی اروپا د سفر په وخت لویدیز ته دا ډاډ ورکول هم غواړی چی دی اوس په دی توانیدلی چی ملک د سیاسی بی ثباتئ او د بدامنی نه راوباسی.

خو په سویس کی د نړیوالی اقتصادی ټولنی گډون کونکی د جمهور ریس مشرف په دی خبرو باور نه کوی او په پاکستان د دیموکراسئ او بشری ‏حقوقو په عملی کیدو باندی شکیان دی. خو جمهور ریس مشرف د دی شکونو په ځواب کی وایی چی پاکستان نه باید د اروپا په شان د د یموکراسئ طمعه ونه ساتل شی.

ځکه چی اروپا په پیړو کی دی حال ته رسیدلی ده او دیموکراسی دومره قوی شویده.

XS
SM
MD
LG