د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځیانو د توندروانو پر مرکزونو باندی حملې کړي دی


د پاکستان پوځیانو، چی هیلی کپوټرونه او توپچی قوه ورسره ده، د افغانستان سرحد ته نیژدې د مسلمانو توندروانو پر مرکزونو باندی حملې کړي دی. او د سختو جنگونو په نتیجه کی څلوېښت یاغیان او اته تنه عسکر وژل سوي دی.

د پاکستان پوځ وایی د جنوبی وزیریستان په قبایلی سیمه کی په دوو ورځو عملیاتو کی دېرش تنه توندروان نیول سوي دی.

پوځ وایی د دریو سیمو، چی فکر کېږی په سل ها و طالبان او د القاعده جنگیالي پکښی پټ دي، د پاکولو په عملیاتو کی ٣٢ عسکر ټپیان شوي دی.

په ټپی کسانو کی یو هغه قوماندان هم شامل دی چی گومان کېږی د پخوانۍ صدر اعظمی بېنظیر بوټو په وژلو کی یې لاس درلود.

د پاکستان پوځ د چارشنبې په ورځ وویل هغی سیمی ته اضافی پوځیان لېږل سوي دي او وایی چی په وروستیو شپو ورځو کی د توندروانو د حملو د زیاتېدلو له امله دا ضروری شوه چی په هغه قبایلی سیمه کی پوځی پوستې تقویه شی.

XS
SM
MD
LG