د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف: په راتلونکې میاشت کی به پارلمانی انتخابات ازاد، عادلانه او شفاف وی


د پاکستان جمهور ریس، پروېز مشرف، وایی په راتلونکې میاشت کی به پارلمانی انتخابات ازاد، عادلانه او شفاف وی؛ تر څو په هغه هیواد ثبات ټینگ سی.

ښاغلي مشرف د سویس زرلینډ د ډاووس په ښار کی د نړۍ د اقتصادی کنفرانس په غونډه کی د وینا په ترڅ کی ژمنه وکړه چی هر هغه څوک به وځبی چی د فبروری د اته لسمی د اخلالولو کوښښ وکړی.

د پاکستان مشر، چی د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی هم ورسره وو، په دغه کلنۍ غونډه کی دغه راز ژمنه وکړه چی په سیمه کی به د ټروریزم سره جگړه کوی.

ښاغلي مشرف د ډاووس په غونډه کی د متحده ایالاتو د خارجه وزیری، کانډو لیزا رایس، سره هم خبری وکړې او هغې په پاکستان کی د ازادو او عادلانه انتخاباتو د کېدلو پر موضوع باندی ټینگار وکړ.

دې دغه راز د پاکستان د جمهور ریس څخه وغوښتل چی د ټروریزم پر ضد بین المللی جگړه کی خپله همکاري زیاته کړی.

ډاووس، د ښاغلي مشرف د اروپا د دورې په لار کی چی د خپل مشرتا به د پاره د ملاتړ ترلاسه کولو دپاره یې کوی، وروستی تم ځای دی.

د ده په دغه دوره کی بلجیم، فرانسه او برټانیه هم شامله ده.

XS
SM
MD
LG