د لاس رسي وړ اتصالات

د غزنی په ولایت کی 'لږترلږه اته تنه' پولیس وژل شوي دي


د افغانستان مقامات وایی نن دغزنی په ولایت کی لږترلږه اته تنه پولیس او یو شمېر طالبان، د متحده یالاتو په رهبری عملیاتو کی، وژل شوي دي.

د متحده ایالاتو پوځی مقاماتو د غزنی د ولایت پر یوه کلي باندی دغه حمله تایید کړې ده.

دوی وایی یو شمېر یاغیان هغه وخت ووژل سول چی پر ځمکنیو قواو باندی ډزي وشوې او هغوی د هوایی قواو د ملاتړغوښتنه وکړه.

پوځی مقامات دوی د پولیسود تلفاتو د رپوټونو په باب تحقیقات کوی.

دغه راز نن د افغانستان په جنوب کی د ناټو یو عسکر هغه ووژل سو او دوه تنه یې زخمیان شول چی د هغوی د گزمې لاری موټر پر ماین وخوت.

ناټو دا نه دي ویلي چی دغه عسکر د کوم هیواد وه او نه یې د دغی حملې ځای ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG