د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتو غوښتي دي چی د ژورنالیست د مرگ په سزا له سره غور وشی


ملگرو ملتو د افغاني چارواکو نه غوښتي دي چی د هغه ځوان افغان ژورنالیست په دوسیې باندی دی له سره غور وشی چی اسلام ته د سپکاوي په تور د اعدام سزا په را ختلې ده . د هغه دوسیه به اوس د استیناف محکمې ته لیږل کیږی . په افغانستان کی د ملگرو ملتو ادارې پرون وویل چی په دې کی شک لری چی (‎ سید پرویز کام بخش )‎ محاکمه به عادلانه وه .

دغه ٢٣ کلن ژورنالیست د ٢٠٠٧ کال د اکتوبر په میاشت کی په دې تور ونیول شو چی په اسلامی ټولنه کی د ښځو د نقش په باب مضمونونه خپروي . د بلخ یوې محکمې د تیري سه شنبې په ورځ په هغه باندی تور ولگاوه چی د اسلام سپکاوی یې کړی دی چی ددې جرم سزا اعدام دی . کام بخش په مزارشریف کی د ‏(‎ جهان نو ‏)‎ په نامه یوې ورځپاڼي سره کار کوی او د بلخ په پوهنتون کی محصل دی . د هغه ورور وایی چی کام بخش د تړلو دروازو تر شا محاکمه شو او هغه د ځان ددفاع د پاره کو مدافع وکیل نه درلود .

XS
SM
MD
LG