د لاس رسي وړ اتصالات

دسوله ایزو مقاصدو لپاره په هند باندی ټکنالوجی وپلورل شي:  سر کوزي


جمهوررئیس نیکولاس سرکوزی نن دجمعی په ورځ دهغې ملکی اتمی انرژی دجنجالی موافقې ملاتړ وکړ چې امریکا او هند لاس لیک کړیده. دغه موافقه به چې که امضآ شی، هند پدی قادره کړی چې دامریکا او فرانسی په شان ملکونونه ملکی اتمی انرژی لاس ته راوړی . په اوس وخت کې هند نشی کولای چې دخپلو اتمی بټیو لپاره دسونگ مواد او ټکنالوجی راونیسی ځکه چې داتمی وسلو دنه خپرولودتړون له چوکاټ نه بهر اتمی ازمایښتونه کړیدی . دفرانسی جمهوررئیس وائې، ددغې موافقی په باره کې اخری خبری ختم شوی چې فرانسی ته به ته اجازه ورکړی چې په هند باندی به ملکی اتمی تجهیزات او اتمی سونگ مواد وپلوری ښاغلئ سرکوزی وائې، دی هیله لری چې داروپائې هیوادونواو بین المللی ټولنې موافقه لاس ته راوړی چې دهند په باره کې استثنا ومنی . دی وائې، دغه کار باید وشی ځکه چې هند اتمی وسلی ندی خپری کړی او دا خبره ئې څرگنده کړیده چې غواړی ملکی اونظامی اتمی پروگرامونه سره جداکړی . دهند صدراعظم من موهن سنگه دښاغلئ سرکوزی سره دخبرو نه وروسته نن دجمعی په ورځ وویل، هند به دفرانسی سره ژوره دفاعی همکاری ولری. ښاغلئ سنگه وائې: ٢ موږ ددفاعی همکاری په برخه کې موافقه وکړه چې زموږ همکاری داخستونکی او خرڅونکی دسطحی نه اخوا ته ده . موږ به ډیره توجه دپلټنی او انکشافی پروژو،دټکنالوجی انتقال او په نظامی په برخه کې همکاری ته وکړو. فرانسه په هند باندی ډیر زیاتی وسلی خرڅوی . دفرانسی دجمهوررئیس او دهغه دهیات په اجنډا کې دفاعی چارو قرارداد په سرکې راځی .داقرارداد دداسی ېوهیواد سره کیږی چې توقع ده په راتلونکو پنځو کالو کې دیرش میلیارده ډالر دوسلو په اخیستلو باندی ولگوی . دفرانسی شرکتونه توقع لری چې تقریبا ددومیلیاردو ډالرو قرار داد لاس ته راوړی چې غواړی خپل موجوده میراج الوتکی لانوری عصری کړی . دوی دروسېې او امریکائې شرکتونو سره په رقابت کې دی چې غواړی په هند باندی ١٢٦ نوی جنگی الوتکې وپلوری .

XS
SM
MD
LG