د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا پخوانئ جمهور ریس  د ٨٦ کالو په عمر کی په حق رسیدلی دی


د اندونیزیا پخوانئ جمهور ریس سوهارتو د ٨٦ کالو په عمر کی په حق رسیدلی دی. هغه په جنوب ختیځی اسیا کی د هغو مشرانو د جملی نه و چی ډیر وخت یی قدرت درلود.

په جاگارته کی د حکومتی چارواکو له قوله وېل شوېدى چی ښاغلی سوهارتو چی د ډیر وخت نه راهېسى ناروغه و. هغه نن غرمه د کوما په حالت کی ددنیا نه سترگې پټى کړې.

د سوهارتو د وخت ېوکار چې ېادونه ېې کېږى دا دى چې هغه اندونېزېا کې ېووالى راوستى و او له ېوه فقېر هېوادنه ېې د دنېا په ېوه داسى اقتصادى قوت بدله کې چې په سېمه کې ډېر فعال نقش لرى.

خو ورسره د ځینو ناقدینو په نظر د مرحوم سوهارتو په دوه دیرش کلنه دوره کی سېاسى مخالفېن په بی رحمئ سره وژل شوی هم دی او دا د شلمی پیړئ یوه بدترینه دوره یادوی.

خو بیا ورسره ډیر خلک ښاغلی سوهاروتو د ډیرو خو خآطرو سره یادوی او وایی چی هغه د دویمی نړیوالی جگړی نه پس د هالینډ د فوځ نه د اندویزیا دپاره د خپلواکئ په جگړه کی د یو قهرمان په څیر برخه اخیستی وه.

سوهارتو د دی جنوری د میاشتی د څلورمی نیټی نه راوروسته په روغتون کی و او سختی طبی څارنی ېې کېدلى. رپوټ وايي دهغه د وجود ډیرو برخو کار پریښی و. د اندونیزیا اوسنی جمهورریس سوسیلو بم بانگ د ولس نه غوښتی چی د سوهارتو د مغفرت دپاره دی دعا وکړی.

په اندونیزیا کی اووه ورځی ماتم اعلان شویدی. او ویل شوی چی د مرحوم جنازه د دوشنبی په ورځ کیدونکی ده.

د سوهارتو لور د خبریالانو سره خبرو کی ویلی چی د دوی کورنئ د ټولو نه دا غوښتنه لری. چی که چری د دوی د پلار نه کومه سهوه شوی وی د هغی بخښنه دی ورته وکړی. او ویلی چی باید ټولی سهوی هیری کړی شی.

XS
SM
MD
LG