د لاس رسي وړ اتصالات

براک: د افراطى مسلمانانو د قوت د زېاتېدلو په برخه کې اندېښمن دى


د اسراېېلو نه را رسېدلى رپوټونه وايي چې د اسراېېلو ددفاع وزېر اېهود براک، د پاکستان له جمهور رئېس پروېز مشرف سره تېره اونى هغه وخت ملاقات وکړ چې دواړه په پارېس کې و؛ که څه هم د دواړو هېوادونه له ېوبل سره دېپلوماتېکى اړېکى نلرى.

رپوټ وايي چې دواړه په ېوه هوټل کې اوسېدل او په تصادفى ډول ېې له ېوبل سره ملاقات وکړ. خو ترهغې وروسته هغوى دواړو د ېوه اوږده ملاقات لپاره وخت وټاکه.

د اسرائېلو مطبوعات وايي چې اېهود براک ښاغلى مشرف ته ووېل چې دى په پاکستان کې د افراطى مسلمانانو د قوت د زېاتېدلو په برخه کې اندېښمن دى.

هغه د اهم ووېل چې دى په دې هم اندېښمن دى چې د پاکستان اټومى وسله د افرآطېانو لاس ته ورتللى شى. رپوټ وايي چې ښاغلى مشرف اېهود براک ته ووېل چې د پاکستان د اټومى وسلې جبه خانه ډېره خوندى او مصئونه ده او امنېت ېې په ښه ډول تامېن دى.

اېهود براک د نېوزوېک له مجلى سره په ېوه جلا مرکه کې وېلې دى چې اسراېېلو دا ارزېابى کړېده چې اېران د اټومى وسلو د جوړولو کار پر مخ بېايي.

هغه ووېل چې د اسراېېلو اټکل او تخمېن د اېران د اټومى وسلو په برخه کې له هغه اټکل او تخمېن سره توپېر لرى چې د امرېکا د ملى استخباراتو ادارې په نېژدې وختونو د اېران د اټومى پروگرام په برخه کې کړى و.

خو هغه داخبره هم کړېده چې دا څرگنده نده چې اېا اېرانېان په کافې اندازه غنى شوي ېورانېم لرى چې اټومى جنگى کوپړۍ ترېنه جوړې کړى او که نه.

XS
SM
MD
LG