د لاس رسي وړ اتصالات

برمته شوی ماشومان خوشی شول


دپاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلی دی چی نامعلومو وسله والو کسانو د بنو په سر‏حدی سیمه کی د یو مکتب لسهاو ماشومان یرغمل ساتلو نه پس خوشی کړیدی.

دی نه وړاندی امنیتی قواو دا مکتب محاصره کړی و. او پاکستان د کورنیو چارو وزیر حامد نواز خبری اژانسونو ته ویلی وو چی افراطیانو دوه نیم سوه ماشومان یرغمل نیولی وو.

دی نه وړاندی په همدی سیمه کی د طبی چارو یو مامور هم وسله والو کسانو برمته کړی و خو بیا د پولیسو او وسله والو کسانو د جگړی نه پس راخوشی شو.

وروسته دغه وسله وال کسان په دغه مکتب ورننوتل. دولتی چارواکی وایی چی د مکتب د ماشومانو یرغمل کونکو ویلی وو چی دوی ته د منطقی نه د وتلو مصونه لاره ورکړی شی. نو بیا به ماشومان پریږدی.

XS
SM
MD
LG