د لاس رسي وړ اتصالات

روسېې د اېران اټومى بټۍ ته د سون د موادو لېږل بشپړ کړل


روسېه وايى دوى د سون دموادو اتمه او وروستى جوپه داېران د اټومى بټۍ لپاره چې په بوشهر کې ده، ورلېږلى ده.

روسېې تېره مېاشت د سون د موادو او له جوپه اېران ته ور ولېږله او له هماغه وخت راهېسى ېې تراوسه پورې ٨٢ ټنه د سون اټومى مواد د خلېج دغى بندرى بټۍ ته ور لېږلى دى.

اېران وايي دوى هېله من دى چې د کال په نېمايي کې به دغه بټې د خپل ظرفېت پنځوس فېصدو ته ورسېږي. خو روسېه وايي دوى په دې کى شک لرى چې دا بټى به د ٢٠٠٨ مېلادى کال تر پاپه پورې چالان کړى شى.

د امرېکا متحده اېالات وايي دا چى روسېه اېران ته د سون مواد ور لېږى او په مقابل کې ېې مصرف سوي مواد بېرته ور لېږى، نو د اېران لپاره دا ضرورى نده چې په خپله ېورانېم غنى کړى.

خو اېران په دې ټېنگار کوى چې دوى دا حق لرى چې په اېنده کې د نورو اټومى بټېو لپاره په خپله د سون مواد تولېد کړى.

د امرېکا متحده اېالات او انډېوال هېوادونه ېې دا وېره لرى چې اېران دا نېت کړېدى چې له غنى شوېو ېورانېمو نه اټومى وسلې جوړې کړى. خو اېران په ټېنگه دا ردوى.

د ملگرو ملتونو د امنېت شورى پر اېران باندى د نوو بندېزونو په لگولو غور کوى ځکه چې اېران دا نه منى چې له خپل اټومى پروگرام نه لاس واخلى.

XS
SM
MD
LG