د لاس رسي وړ اتصالات

بش: متحده ایالات ډېر کم دوستان او ډېر زیات دښمنان لری


جمهور ریس بوش په خپله وروستنی کلنی وینا کی د کانگریس پر غړو ږغ وکړ چی د متحده ایالاتو د اقتصاد د غښتلی کولو د پاره تشویقونکی پلان منظور کړی.

ده دغه راز د امریکا له خلکو څخه وغوښتل چی په عراق کی دده د پالیسیو ملاتړ وکړی. ښاغلي بوش وویل د امریکا اقتصاد د بې باوری په حال کی دی.

ده وویل هغه تشویقونکی پلان چی په تازه شپو ورځو کی ددواړو گوندونو له خوا منظور سو دا یوه ښه موافقه ده چی اقتصادی وده روانه ساتي او د امریکا خلکو ته کارونه پیدا کوی.

د بین المللی چارو په برخه کی ښاغلي بوش دا ومنله چی په عراق کی مشکلات په مخ کی دی. مگر ده وویل په عراق کی د متحده ایالاتو د پوځیانو زیاتوالي داسی نتایج ورکړي دي چی یو کال مخکی یې چا فکر نه سو کولای، او ناکراری ډېری کمی سوي دی.

ده ژمنه وکړه چی القاعده به ماته وکړي او وې ویل چی د عراق څخه د متحده ایالاتو د پوځیانو د را ایستلو کار باید چټک نه سی. ښاغلي بوش دغه راز پر اېران تور ولگاوه چی په عراق، لبنان او د فلسطین په خاوره کی توندروان حمایه کوی.

ده وویل متحده ایالات به خپلو قواو ته له متوجه سوي خطر سره مقابله وکړی، د خپلو متحدینو ترڅنگ به دورېږی او د فارس په خلیج کی به له خپلو حیاتی گټو څخه دفاع وکړی.

د کنساس د ایالت ډیموکراټی گورنري کاتیلین سیبی لیوس په نړۍ کی د متحده ایالاتو د رول د اعاده کېدلو دپاره د دواړو گوندونو ترمنځ د همکاری غوښتنه وکړه.

دې وویل چی متحده ایالات د عراق د جنگ له امله ډېر کم دوستان او ډېر زیات دښمنان لری.

XS
SM
MD
LG