د لاس رسي وړ اتصالات

د کینیا مخالفو سیاسی ډلو په نایروبی کی رسمی خبری پیل کړی دي


د کینیا مخالفو سیاسی ډلو په نایروبی کی په داسی حال کی رسمی خبری سره پیل کړی دي چی په هغه هیواد کی د تېری میاشتی د جمهوری ریاست د جنجالی انتخاباتو څخه وروسته ناکراری دوام لری.

د ملگروملتونو پخواني عمومی منشی کوفی انان، چی د مخالفو ډلو ترمنځ په خبرو کی منځگړ توب کوی، نن د خبرو د پیل کېدلو په مراسمو کی وینا وکړه او جمهور ریس ماوی کیباکی او مخالف مشر رېلا اوډینگا یې یوه او بل څنگ ته ولاړ وه.

ښاغلي انان وویل کینیا یو هیواد دی او اوسنی بحران د هغه هیواد اجتماعی اساس او اقتصاد زیانمن کوی. دغه خبری صرف څو ساعته وروسته له هغه پیل سوې چی وسله والو کسانو د نایروبی په ښار کی د حکومت یو مخالف پارلمانی وکیل موگابی ویر په خپل کور کی وواژه.

د هغه د وژل کېدلو څخه وروسته نوری ناکراری هم منځته راغلي دی. په دې ناکراریو کی لږترلږه څلور تنه وژل سوي او ځینی یې په چړو ټوکر ټوکر سوي دی.

ښاغلي اوډینگا وویل ددغه وکیل قتل مخکی پلان سوی وو. د نایروبی په شمال لوېدیځ کی دریو پوځی هیلی کوپټرونو پر هغو خلکو باندی ډزی وکړې چی کورونه یې سوځول او دوکانونه یې چورول.

د پنجشنبې د روځی راهیسی دکینیا په لوېدیځ او مرکزی برخو کی په لس هاو خلک وژل سوي دي او د انتخاباتو څخه وروسته ناکراریو کی د مړو شمېر تر اته سوه زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG