د لاس رسي وړ اتصالات

د فلوریډا د ایالت رایه ورکونکو نن په مهمو مقدماتی انتخاباتو کی د رایو په اچولو پیل کړی دی


د متحده ایالاتو د جمهوری ریاست دپاره د جمهوری غوښتونکي گوند کاندیدان هیله لری چی د فلوریډا په ایالت کی بری به د گوند له خوا د کاندیدېدلو په لاره کی له دوی سره ډېره مرسته وکړی.

د فلوریډا د ایالت رایه ورکونکو نن د متحده یالاتو دجمهوری غوښتونکي گوند او ډیموکراټ گوند په مهمو مقدماتی انتخاباتو کی د رایو په اچولو پیل کړی دی او څه دپاسه یو میلیون رایی یې ورکړي دي.

د عامه رایو سروې ښیی چی د مساچوسیتس پخوانی گورنر میټ رومني او د اریزونا سناتور جان مکېن ډېر سره نیژدې دی.

فلوریډا د فبروری د پنځمی د رایه گیری څخه مخکی، چی څه باندی شل ایالتونه به د جمهوری غوښتونکو او ډیموکراټانو د پاره په مقدماتی رایه گیری کی برخه اخلی، د دواړو کاندیدانو ترمنځ د قدرت د ازمېنی میدان دی.

د نیویارک پخوانی ښاروال روډی جولیانی له دواړو نه ډېر شاته پاته دی او خپله زیاته توجه یې د فلوریډا ایالت ته اړولې ده.

دغه راز بل کاندید د ارکنسا پخوانی گورنر مایک هوکابی دی چی د جنوری پر دریمه یې د ایوا په ایالت کی مقدماتی انتخابات وگټل.

د جمهوری ریاست دپاره په ډیموکراټو کاندیدانو کی د ایلینوی سناتو، بارک اوباما، د دوشنبې په ورځ د مساچوسیتس د سناتور ایډوارډ کینیډی ملاتړ ترلاسه کړ.

هغه د کینیډی د مشهوری سیاسی کورنۍ غړی دی چی په هغو کی فقید جمهور ریس جان ایف کینیډی هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG