د لاس رسي وړ اتصالات

ساینس پوهان اوس هم نه پوهېږي چې د مصر اهرام څه ډول جوړ شوي دي.


د زرگونو کالو په تېرېدو سره، ساینس پوهان اوس هم په دقیقه توگه نه پوهېږي چې د مصر اهرام څه ډول جوړ شوي دي.

ښایي ددې پوښتنې ځواب اوس یوه فرانسوي انجنیر موندلي وي. د مصر اهرام د نړۍ یو له تل پاتې او مشهورو یادگارونو څخه، شمېرل کیږي چې له پلا زمېنې قاهرې څخه دباندې، په یوې اوارې دښتې، له ډبرو څخه جوړ شوي دي او هر کال ېې زرگونه سیلانیان لیدو ته ورځي.

هغه څه چې، د یو راز په توگه، په دغو هرمونو کې نغښتی دی، هغه د هغو د جوړښت څرنگوالی دی. د ودانیو یو فرانسوی انجنیر، ژان پیر هودېن، ددغو هرمونو د جوړښت په اړه اته کاله څېړنې کړي؛ او اوس یې ددغو هرمونو د جوړیدو د څرنگوالي په باب، یوه خاصه تیوري چې امکان ته نژدې ښکاري، وړاندې کړې ده.

ژان پیر هودېن: “نوې موندنه دا ده چې هرم له یو داخلي پیچومي سره له دننه څخه دباندې جوړ شوی دی. نورې ټولې تیورۍ د همدې پیچلې لارې د پایته رسېدو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي ځکه یا ډېر اوږدیږي او یا ډېر مخ پر ښکته ځي. زما په تیوري کې، د هرم په جوړېدو سره، پیچومي پای ته رسیږي. د هرم دننه لاره، حد اکثر، تر یو اعشاریه شپږ کیلومترو پورې رسیږي.”

د هوډېن دغه تیوري، د هرمونو په کمپیوټري موډلونو پرمخ تللې چې موږ یې بېلگې په تصویر کې وینو. هوډېن وایي چې یولړ متعادلو چوکاټونو د درنو ډبرو په لېږد او ځای پرځای کېدو کې له کاریگرو سره مرسته کړې ده.

په لانگ آیلنډ پوهنتون کې سرڅېړونکی، باب بریر چې یو مصر پوه دی. هغه وایي: “زه فکر کوم چې د مصر پوهانو لپاره دا تیوري ډېره مهمه ده. موږ د دغو هرمونو د جوړښت په اړه، یواځې دوه تیورۍ درلودې: یوې ویل چې د هرم په مخکېنۍ برخه کې یوه ستره پیچلې لار موجوده وه او بلې یې ویل چې دغسې یوه لار د هرم پر باندنۍ برخې موجوده وه. خو موږ پوهیږو چې دواړه ناسمې دي او ستونزې لري. اوس موږ درېیمه تیوري لرو چې دا ستونزې پکې نشته.”

د مصر اهرام، په نړۍ کې د بشر په لاس تر ټولو سترې جوړې شوې ودانۍ دي چې د ودانولو کارپوهانو پرې پیړۍ پیړۍ څیړنې کړي دي.

د هرمونو برم ته په کتنې سره، دا چې د یو ویشتمې پیړۍ څیړونکی له کمپیوټري امکاناتو او ټکنالوژۍ سره هڅه کوي پخپل گومان د هغو یو راز راوسپړي، کومه د حیرانتیا وړ خبره نه ده.

XS
SM
MD
LG