د لاس رسي وړ اتصالات

محمود عباس او حسنی مبارک نن په قاهره کی سره وکتل


د فلسطیینانو جمهور ریس محمود عباس او د مصر جمهور ریس حسنی مبارک، نن په قاهره کی سره وکتل او د حماس کنټرول لاندی غزې د تړانگی سره یې د مصر د پولی د اینده په باب خبری ورسره وکړې.

جمهور ریس عباس، چی دهغه د الفتح ډله د جون په میاشت کی د حماس ډلی له غزې څخه وایستله، پېشنهاد کړی دی چی د فلسطین حکومت دي د اسراییلو او مصر سره د غزې د تړانگی د پولی د ځینو برخو کنټرول واخلی.

ښاغلي عباس دغه راز وویل چی تر څو پوری د حماس توندرو ډله د غزې د تړانگ کنټرول د فلسطین حکومت ته ونه سپاری، له هغو سره به خبری ونه کړی.

ټاکل شوې ده چی د حماس یو هیات د مصر له مقاماتو سره جلا خبری وکړی. حماس وایی چی د رفه د پولی په کنټرول کی دي برخه ورکړه سی.

په تېره هفته کی، وروسته له هغه چی د حماس توندورانو د مصر سره د غزې د تړانگی د پولی ځینی برخی والوزولې، په سل هاو زره فلسطیینان د غزې د تړانگی نه مصر ته تېر شوي دی.

له هغه نه مخکی هفته کی اسراییلو د هغه هیواد په جنوب باندی د راکټونو د حملو په جواب کی د غزې تړانگه محاصره کړه.

XS
SM
MD
LG