د لاس رسي وړ اتصالات

افتخار محمد چوهدري: پرویز مشرف ېو افراطى جنرال


د پاکستان د سترى محکمى بر طرف سوي قاضې القضات، افتخار محمد چوهدري، د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف ېو افراطى جنرال بللى دى، ځکه چې خپل مخالف قاضېان ېې تصفېه کړېدي.

ښاغلي چوهدرى په خپل کورکې د نظربندۍ په حالت کې د نړۍ مشرانو ته په ېوه لېک کې دا خبره کړېده چې دوى دهغه حکومت ملاتړ کوى چې دى ېې توقېف کړېدى.

د امرېکا متحده اېالات د پاکستان د حکومت قوى ملاتړ گڼل کېږى ځکه چې د ترهگرى پر ضد جگړه ېې مهم انډېوال بولى. قاضې القضات چوهدرى په لېک کې هغه شراېط هم بېان کړېدى چې دى پکى د تېرکال د نومبر د مېاشتې راهېسى ژوند کوى.

هغه وېلى دى چې دده له کور نه اغزن سېمان تاو شوېدى او د ټېلېفون لاېن ېې قطع دى. هغه دا هم زېاته کړېده چې دى اودده د کورنى نور غړى د خپل کور انگړته هم نشى راوتلى.

دغه لېک په پټه د چوهدرى پلوېانو دهغه له کورنه را اېستلى دى. د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف ډېر معتبر قاضېان په زور باندى تقاعد ته سوق کړل او ېو شمېر ېې توقېف کړل.

په دغو قاضېانو کې قاضې القضات چوهدرى هم شامل و، ځکه چې چوهدرى وروسته له هغه نه چې جمهور رئېس پروېز مشرف په پاکستان کې اظطرارى حالت اعلان کړ، د وفادارى د سوگند له کولونه ېې انکار وکړ.

په پاکستان کې د تېرکال د نومبر په پنځمه نېټه اظطرارى حالت اعلان سوى و

XS
SM
MD
LG