د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو یوه عالی رتبه ډیپلوماټ: په کینیا کی اوس قومی تصفیه روانه ده


د متحده ایالاتو یوه عالی رتبه ډیپلوماټه وایی په کینیا کی د تېری میاشتی د جمهوری ریاست د جنجالی انتخاباتو څخه وروسته ناکراریو په نتیجه کی اوس د هغه هیواد په ریفټ وېلی کی قومی تصفیه روانه ده.

مگر دا وایی دغه تشدد قتل عام سرحد ته نه دی رسېدلی.

د خارجه وزیری مرستیالی، جینډې فرېزر، نن په ادیسه بابا کی خبریالانو ته وویل په ریفټ وېلی کی د تشدد مطلب دا دی چی ځینی کسان د هغی سیمی څخه وایستل شی.

فرېزر وویل متحده ایالات د کینیا پر وضع باندی د سیاسی گډوډیو په رڼا کی غور کوی. په کینیا کی د انتخاباتو څخه ورسوته ناکراریو کی څه د پاسه اته سوه تنه وژل شوي دی.

په کینیا کی سیاسی رقیبانو، جمهور ریس ماوی کیبا کی او مخالف مشر رېلا اوډینگا، د ملگرو ملتونو د پخوانی عمومی منشی، کوفی انان، په منځگړ توب د دغه سیاسی بحران د حلولو د پاره خبری پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG