د لاس رسي وړ اتصالات

د کینیا په پارلمان کی د حکومت دوهم مخالف وکیل ووژل شو


مقامات وایی د ارنج ډیموکراټیک تحریک غړی، ډېویډ ټو، نن د ایلډوریټ په ښار کی د پولیسو د ټرافیکو یوه صاحب وویشتی او وواژه.

پولیسو وویل چی دغه سړی د یوه شخصی اختلاف له امله وژل سوی دی. مگر د ارنج ډیموکراټیک تحریک مقامات وایی حکومت هغه ځکه وژلی دی چی غواړی په د ېتوگه په پارلمان کی د مخالفینو اکثریت کم کړی.

د ټو د قتلېدلو څخه مخکی د سه شنبې په ورځ د ارنج ډیموکراټیک تحریک بل وکیل موگابی ویر په نایربوبی کی ووژل سو.

ضمنا د ملگروملتونو پخوانی عمومی منشی کوفی انان د څکومت د مخالفینو او د جمهوریس ماوی کیباکی د استازو ترمنځ دوهمه دوره خبرو کی منځگړتوب کوی.

مخالفین پر جمهور ریس کیباکی تور لگوی چی د ډسامبر پر اوه ویشتمه رایه گیری کی یې غبن کړی او د جمهوریس په حيث انتخاب سوی دی.

XS
SM
MD
LG