د لاس رسي وړ اتصالات

په استانبول کی لږترلږه اوه لس تنه وژل شوي دی


د ترکیې مقامات وایی په استانبول کی په یوې فابریکې کی د چاودنی په اثر لږترلږه اوه لس تنه وژل شوي دی. د دغه ښار د روغتیا یی چارو ریس د ترکی ېټلوېزیون ته وویل چی د نن روځی په دغه چاودنه کی، چی د دغه ښار په صنعتی ناحیه کی وشوه،لږترلږه څلوېښت تنه نور ټپیان شوی دی.

د ټلوېزیون په رپوټونو کی ښودل کېدله چی دغه څو پوړیزه وداني ډېره سخته زیانمنه شوې وه او ماتی شوي کړکی یې یوې او بلی خواته پرتې وې.

د ژغورنی عمله او د مطبوعاتو کارکونکی په هغه ناحیه کی وایی چی یو شمېر کسان په دوانۍ کی بند پاته دی. د استانبول گورنر معمر گولیر دچاودنی ځای ته ورغی او وې ویل چی داسی ښکاری چی دا یوه تصادفی چاودنه وي.

محلی مطبوعات وایی په دغه وداني کی د نساجی کارکونکي او د آتش بازیو د سامانونو هغو کارگرانو، چی ددغو سامانونو د جوړولو اجازه یې نه درلوده، ژوند کاوه.

XS
SM
MD
LG