د لاس رسي وړ اتصالات

په 'کوچني پاکستان' کی پاکستانیان او د پاکستان پارلماني انتخابات


د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوتو وژنې په امریکا کې د اوسیدونکو پاکستانیانو په گډون د نړۍ په گوټ گوټ کې خلک ولړزول.

د نیویارک په بروکلین کې زیات شمیر پاکستانیان اوسیږي چې دا سیمه د 'لیټل پاکستان' یا 'کوچني پاکستان' په نامه مشهوره ده.

دې ټولنې اوس د پاکستان راتلوونکو پارلماني انتخاباتو او د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنو ته سترگې نیولي دي.

پاکستانیان په بروکلین کې په مکي مسجد نومی جومات کې د جمعې ورځې عبادت لپاره راټولیږي. په دې ورځو کې د نیویارک په 'کوچني پاکستان' نومې محلې کې پوره تشبث جاري دی.

زیات شمیر دکانونو خپل تلویزیونونه د پاکستان د خبري شبکو رپوټونو ته موقف کړي دي، چې د بینظیر بوتو له وژنې وروسته د پاکستان د سیاسي کړکیچ په اړه خپرونې کوي.

محمد رضوي، د پاکستانیانو د ټولنې یو محلي مشر، وایي هر سړی په دې هیله دی چې د پاکستان انتخابات سم تر سره شي. رضوي او ملگري یې نورو ټاکنو ته هم سترگې په لار دي - په نومبر کې د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات.

د هغه ټولنه د مهاجرو رای ورکوونکو نومونه لیکي، او هغه وایي د رای ورکوونکو په شمیر کې چې غواړي د امریکا د ٢٠٠٨ کال په انتخاباتو کې برخه واخلي زیات والی راغلی دی.

دا سړی د امریکا تابعت لري او وایي چې ډیره هیله لري چې د لومړي ځل لپاره د امریکا په انتخاباتو کې ونډه واخلي.

هغه وایي چې هیوادوال یې هم رای ورکونې ته انتظار دي. دلته د نیویارک په پاکستاني ټولنه کې هیڅ څوک په دې باور نه دی چې انتخابات به په پاکستان کې حالات بدل کړي.‏

محمد فاروقي په امریکا کې 'د پاکستان پوست' په نامه د زیات تیراژ لرونکې پاکستانۍ ورځپاڼې، مسول مدیر دی.

هغه د بینظیر بوتو د وژلو پړه د پاکستان په نظامي حکومت اچوي او وایي چې هیواد یې د دموکراسۍ په لور اوږد واټن په مخکې لري:

"مونږ په پاکستان کې هیڅکله سمه دموکراسي نه ده درلودلې. مونږ تل هڅه کوو چې دې هدف ته ورسیږو. خو اردو تل راځي او سیستم گډوډوي. د ١٩۴٧ کال راهیسې که وگورې مونږ څلور مارشلا تیرې کړې. او زه په دې خاطر په نیویارک کې ژوند کوم چې دلته مونږ دموکراسي، بشري حقوق او د امریکا د متحده ایالاتو اساسي قانون لرو."

فاروقي وایي ډیر شیان د پاکستان په انتخاباتو پورې تړلي دي. او اندیښمن دی چې که انتخابات په خپل وخت ترسره نه شي نو پاکستان به له نور تاوتریخوالي سره هم مخامخ شي.

هغه وایی: ‏ "د فبروری په اتلسمه که مونږ سم انتخابات ونه لرو او په سمه توگه دموکراسي پلې نه کړو، البته د نړیوالو روشونو سره سم، نو تاسې به په پاکستان کې سترې ستونزې ووینی. حتی ښایي کورنۍ جگړه."

د پاکستان پارلماني ټاکنې او د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات، دواړه، په دې ټولنه کې سره نغښتي دي.

مشران وایي هغه پاکستانیان چې په امریکا کې د رای ورکولو حق لري، په دې پوهیږي چې د امریکا او پاکستان ټول ټاکنې، دواړه د پاکستان راتلونکې ته ډیر اهمیت لري.

XS
SM
MD
LG