د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا د مشرانو جرگه د اقتصاد د ښه والى لپاره خپله لاېحه وړاندې کوي


د امرېکا دمشرانو جرگه به نن داقتصاد د بهبود او پرمختگ لپاره په هغو دوه هڅوونکېو لاېحو باندى باندې بحث وکړى چې د حل دوه مختلفې لارې ېې وړاندى کړېدى.

د امرېکا د مشرانو د جرگې مالى جرگه کۍ د اقتصاد د ښه والى او پرمختگ لپاره په ېوه لاېحه باندى د چارشنبى په ورځ بحث وکړاو منظؤر ېې کړه.

د حل په دغه لاره کې خلکو ته دهغوى د مالېې پېسى بېرته ورکوى اواندازه ېې د پنځو سوو ډالرو نه نېولى تر زرو ډالرو پورې ټاکل شوېده.

د مالېې دا پېسى به له بډاېانو نه پرته نورو ټولو مالېه ورکوونکېو ته ورکړل شى. د بې روزگاره خلکو لپاره به د حکومتى بسپنى اندازه پراخه او دوامداره سى. دغې لاېحې ددېموکراتانو او جمهورى غوښتونکېو توجه را جلب کړېده. خو د مشرانو په جرگه کې به ېې د منظورى لپاره سخت بحث اومناقشه وسى.

د جمهورى غوښتونکېو مشر مېچ مکانل دخپل گوند دسناغړى دېته هڅوى چې دا لاېحه ردکړى او ددې پرځاى هغه لاېحه منظور کړى چې مصارف ېې کم دى او د سه شنبى په ورځ اولسى جرگې منظؤر کړېده.

د اولسى جرگې لاېحه د شپږو سوو نه نېولى تر ١٢٠٠ سوو ډالرو پورې مالېه بېرته ورکوى خو ډېرو کمو مالېه ورکوونکېوته.

د چارشنبى په ورځ د امرېکا مرکزى بانک کې د گټې د ېو فېصد له جملى نه نېماى گټه کمه کړه. په دې ډول د گټى اندازه په سلو کې درې ته را ښکته شوه. ددغو بدلونو نو مقصد داو چې د امرېکا له ستونزو سره مخامخ اقتصاد بېرته ښه سى او له انکشاف سره ېې مرسته وسى.

په تېرو نهو ورځو کې دا دوېم ځل و چې مرکزى بانک د گټى اندازه را کمه کړېده. د اولسى جرگې داقتصادى مرستو لاېحه وروسته له هغه نه منظؤر سوه چې سپېنى ماڼى، دامرېکا په اولسى جرگه کې د جمهورى غوښتونکېو او دېموکراتانو مشرانو پرې په گډه باندى بحث وکړ.

د امرېکا جمهور رئېس د اقتصاد د ښه والى او پرمختگ د لاېحى په برخه کې داسى ووېل:" زما نظر دادى چې که تاسى په رېښېتا سره د سوکه سوې اقتصاد د له بېارغونى سره دلچسپى لرئ نو پکارده چې دامرېکا د مشرانو جرگه د اولسى جرگې لاېحه منظؤر کړى او زما مېزته ېې چې څومره ژر کولى سى راورسوى."

د امرېکا جمهور رئېس په جنوبى کلېفورنېا کې دهېلېکوپټر جوړولو ېو ې فابرېکى ته وېنا وکړه. هغه دنورو مساېلو لپاره هم د کورنى کاروبار مثال ورکړ چې زموږ اقتصاد ښه دى ځکه دا کورنى کاروبار د کلونو کلونو په موده کې د کورنى کارو بار له پړاونه اوس ېوې داسى مرحلى ته رسېدلى دى چې په ټوله نړى کې د هېلېکوپټرونو د جوړولو، تر ټولو ستره فابرېکه گڼل کېږي.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش دامرېکا د مشرانوجرگه دېته هڅوى چې داولسى جرگې اقتصادى پروگرام منظور کړى او دده مېزته ېې دلاسلېک کولولپاره څومره ژر چې کېدلى شى ور ورسوى.

XS
SM
MD
LG