د لاس رسي وړ اتصالات

مظاهره چیانو د نیول شوي افغان ژورنالیست خوشي کیدل غوښتي دي


مظاهره چیانو په کابل کی د نیول شوي افغان ژورنالیست خوشي کیدل غوښتي دي تقریبا ٢٠٠ تنو په کابل کی مظاهره وکړه او د ژورنالیست سید پرویز کامبخش چی اسلام ته د سپکاوي په تور د اعدام سزا پر را ختلي، د بخښلو غوښتنه یې کوله.

مظاهره چیان نن په کابل کی د ملگرو ملتو د دفتر په خوا ورغلل او ددغه ژورنالیست سمدستي خوشي کیدل یې وغوښتل.

ددغه ژورنالیست دوسیې ته د نړۍ والو پام اوښتی او امریکا او د بشري حقوقو څو مؤسسو اندیښنې څرگندي کړي دي.

د افغانستان په اساسي قانون کی هغه څوک چی د اسلام سپکاوي کوی د اعدام د سزا وړ دی، مگر جمهور رئیس دا صلاحیت لری چی د اعدام سزا مخکی له دې چی عملي شی، منظور کړی .

XS
SM
MD
LG