د لاس رسي وړ اتصالات

دبغداد په دوبازارونو کې دوه چاودنی شویدی چې تقریبا سل تنه پکې وژل شویدی


دعراق مقامات وائې، دجمعی دورځی نه راپدی خوا چې دبغداد دکورنیو څاروپه دوبازارونو کې دوه ځانمرگی بریدونه شویدی چې ‏(‎٩٩ ‏)‎ تنه پکې وژل شویدی چې دا په څو میاشتو کې په بغداد کې مرگانی حمله وه . مقامات وائې، دوه چاودنی چې یو دبل ترمنځ ئې شل دقیقی فرق و، دوه ښځو وکړی او دلیری نه کنټرولیدی .دوی وائې، دواړو ښځو دماغی خلل لاره .

په دغو چاودنو کې لږترلږه ١٥٠ تنه زخمیان شول . دامریکا نظامی مقامات وائې، په عراق کې القاعده ددغوچاودنومسؤله ده . دامریکا دبهرنیوچارو وزیری کانډولیزا رائس دهغه چا بی رحمی او وحشت وغنده چې دارنگه یوه حمله کوی .

XS
SM
MD
LG