د لاس رسي وړ اتصالات

د بېنظېر بهټو په چاپ شوى ژوند لېک کې راغلى دي چې دبن لادن زوى دهغې د وژلو هڅه کوله


د پاکستان د پخوانى صدراعظمى بېنظېر بهټو له وژل کېدلو نه وروسته دهغى سوانح ېا ژوند لېک خپور شوېدى.

بنېظېره بهټو وايي هغې ته خبردارى ورکړل شوى و چې د بم چونى ېوه ډله د هغې دوژولو لپاره لېږل شوېده.

په دې ډلو کې ېوه د اسامه بن لادن د شپاړس کلن زوى په مشرۍ ده.

بهټو په خپلو خآطرانو کې لېکى چې د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف او دېوه خارجى اسلامى هېواد ېوه چارواکى ورته ددى پلان په باب مخکى له دېنه چې دا پاکستان ته راستنه شى داخبره کړې وه.

هغې اته کاله په جلاوطنى کې ژوند وکړ. مېرمن بهټو وايي وايي چې دمرگ نورې ډلې د طالب جنگسالار بېت الله مهسود، د سره جومات د افراطېانو اوپه کراچى کې دافراطي ډلې له خوانه ورلېږل شوى وې.

په لندن کې د سنډې ټاېمز رپوټ چې دېکشنبى په ورځ ېې ددې کتاب ځېنى برخى خپرې کړېدى وايي د بن لادن د زوى دنامه ېادول ددغه رپوټ وزن زېاتوى چې دى به د القاعده د اېنده مشر په حېث روزل شوى وى.

دتېرکال د سېپتمبر دمېاشتى په رپوټونو کې راغلى دى چې حمزه د القاعده ېومعتبر مشر دى چې دافغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدوکې پرتو قبېلوى سېمو کې جهاد کوى.

د بېنظېر خاطرات به د اسلام، دېموکراسى اوغرب پخلاېنه ترعنوان لاندى د فبرورى په ١٢ مه نېټه چاپ شى.

XS
SM
MD
LG