د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د طالبانو دحملو زیاتېدلو، د ځینو څارونکو سره اندېښنه پیدا کړې ده


په افغانستان کی د طالبانو د حملو زیاتېدلو د ځینو څارونکو سره اندېښنه پیدا کړې ده. په دې لړ کی د برټانیې د ابزرور ورځپاڼی لیکلي دي چی سره له هغه چی د طالبانو حملې زیاتی سوي دي خو ناټو بیا هم پر دې خبری ټینگار کوی چی د طالبانو د حملو ساحه محدوده پاته سوې ده؛ او په سلو کی اویا حملې یوازي په لس فیصده خاوره کی سوي دی، چی د افغانستان د نفوس څه باندی شپږ فیصده خلک پکښی اوسېږی.

د د ې معنی دا ده چی د ناکراریو ساحه د کال ٢٠٠٦ څخه نه ده پراخه سوې. ورځپاڼه لیکی چی د متحده ایالاتو مقامات د ناټو پر ځینو غړو هیوادونو باندی له دې امله انتقادونه کوی چی د افغانستان ناکرارو سیمو ته خپل عسکر نه لېږی او په افغانستان کی د ټروریزم پر ضد جگړه کی خپله ونډه نه پوره کوی.

خو د ناټو منابع استدلال کوی چی اصلی توجه باید د افغانستان د خپل پوځ روزلو ته واړوله سی، ځکه چی دغه پوځ د افغانستان د ناکراریو په ختمولو کی ډېره اغېزه درلودلای سی او یوازی د ناټود پوځیانو د شمېر زیاتول کفایت نه کوی.

ورځپاڼه لیکی چی متحده ایالات زیاتره د جرمني، فرانسې، ایټالیې او هسپانیې څخه سر ټکوی ځکه چی د خپلو پوځیانو دپاره یې په افغانستان کی محدودیتونه وضع کړی دی.

د ابزرور ورځپاڼه په پای کی لیکی چی په افغانستان کی د ناټود پوځیانو نطاق جنرال کارول برانکو تېره میاشت دا ومنله چی په افغانستان کی ناکراری زیاتي سوي دی، مگر استدلال یې کاوه چی د ځان مرگو حملو زیاتېدل دا معنی لری چی طالبان مایوس سوي او د هغوی تحریک ناکامېږی.

دغه راز د برټانیې د سنډې ټایمز ورځپاڼه د یکشنبې د ورځی په گڼی کی لیکی چی برټانیه او متحده ایالات په افغانستان کی د اشغال د دوام د پاره کومه ټاکلې ستراتیژی نه لری. دوی هلته پاته دي او خدای ته دعا کوی چی گوندي د دوی په گټه یه یو څه پېښ سی.

ورځپاڼه لیکی چی په افغانستان کی د ناټو په رهبری عملیاتوو په باره کی هر مستقل رپوټ خبرداری ورکوی چی پام کوی فاجعه را روانه ده. یوه مستقل هیات خو ولیکل چی په دې کی هیڅ شک مه گڼی چی ناټو د افغانستان جنگ نه سی گټلای او دا خطر موجود دی چی په افغانستان کی به پلانونه له ناکامی سره مخامخ سی.

ورځپاڼه وایی چی کابل اوس د ویټنام د جنگ په وروستیو شپو کی د سایگون ښارته پاتېږی چی ټول د مهاجرینو ډک دی، اداری فساد پر سر اخیستی دی او د لوړو تنخواگانو څښتنان او سلاکاران له یوه دعوت څخه تر بل پوری په لوکسو موټرونو کی سپاره روان دي.

ورځپاڼه وایی برټانیې خو په کال ٢٠٠١ کی ویل چی په افغانستان کی به د اپیمو د کښت ریښې کاږي، مگر اوس د هلمند په ولایت کی د اوبو یو بند نه سی ساتلای. او داسی ښکاری چی په جنوب کی د برټانیې پوځیان د هغی سیمی د امنیت ساتلو په نیت نه روانېږی او کوښښ کوی چی د یاغیانو سره مخامخ نه سی.

سنډې ټایمز ورځپاڼه لیکی: بلی خوا ته د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی هغه والیان او قوماندانان مقرروی چی د ده خوښ وی، او دا معمولا هغه کسان دي چی د اپیمو په کښت او تجارت کی لتاړ دي. کله چی بین المللی ټولنی په کابل کی شکایت وکړ چی کرزی د مخدره موادو د ددغو قاچاقبرانو سره ډېر نیژدې، دی او د طالبانو او حکومت ترمنځ چی گرځی هغه هم دغه د مخدره موادو قاچاقبران دي.

او کله چی د برټانیې قواو یو ظالم قبیلوی مشر ملا شیر محمد د هلمند له ولایت څخه برطرفه کړ نو کرزی ډېر په قار سو او پېش بینی یې وکړه چی د هغه برطرفی به په هلمند کی د طالبانو د څملو د زیاتېدلو سبب سی.

په هر صورت کرزی دوه ځله په افغانستان کی انتخاب سوی مشر دی. هغه عملا په کابل کی دناټو د قواو په لاس کی بندي دی، مگر افغانستان د هغه خپل هیواد دی. او که دی فکر کوی چی دی کولای سی سیاسی روغی جوړی وکړی، نو پرېږدی چی ویې کړی.

او که دی غواړی چی ناټو دي د پښتنو په کلیو کی د طالبانو پر مرکزونو باندی بمباری بندي کړی او د پښتنو قبیلوی مشران دي نه وژنی، نو ناټو باید چی دده په قول وکړی.

XS
SM
MD
LG