د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کى د سړک دغاړى چاودنو کې اوه کسان وژل شوېدى


د افغانستان چارواکى وايي په هېلمند کې، د سړک دغاړى په دوه بېلا بېلوچاودنو کې اوه کسان وژل شوېدى.

په اوله چاودنه کې ددوشنبى په ورځ په هېلمند کې ېو موټر په بم والوته او پنځه ملکى افغانان ېې ووژل. ېو تن پکى زخمى شو.

د سړک دغاړې په دوېمه چاودنه کې پولېس وايي دوه افغان پولېسان ووژل شول او درى نور ټپېان شول.

دغو پولېسانو ددوشنبى په ورځ ناوخته په کندهار کې گزمه کوله. پولېسو ددغې حملى پړه پر طالبانو ور اچولى ده.

په یو بل خبر، په توکیو کې د افغانستان په اړه د بیا رغاونی په دوه ورځنی جوړیدونکي کنفرانس په درشل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د جاپان د صدراعظم یاسو فوکودا سره ولیدل.

ښاغلي فوکودا رنگین دادفر سپنتا ته د دوشنبې په ورځ وویل چې جاپان به د افغانستان د بیا رغوانی او امنیت راوستو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بیا ودانولو په اړه جوړ شوی دوه ورځنی کنفرانس نن په توکیو کې پیل کیږي.

XS
SM
MD
LG