د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران چارواکېو د امرېکا اندېښنى د خپل فضايي پروگرام په باب با بېزه گڼلى دى


د اېران چارواکېو د امرېکا دا اندېښنى د خپل فضايي پروگرام په باب با بېزه گڼلى دى. دا اندېښنى وروسته له هغه نه را پېدا شوې چې اېران ېو داسى نوى راکټ فضا ته توغولى دى چې ېو ه مصنوعى سپوږمى چې اېران خپله جوړه کړېده له ځان سره انتقالولى شى.

د اېران د حکومت نطاق نن د سه شنبىپه ورځ ووېل چې نور هېوادونه باېد د ساېنسى کامېابېو په برخه کې اندېښنه ونلرى.

اېران د دوشنبى په ورځ د خپلو فضايي څېړنو اولنى مرکز پرانېست او په همدى مناسبت ېې دغه راکټ هم وازموېه.

اېران ووېل چې د سمنان په اېالت کې چې کومه فضاېې اداره ده له هغه ځاى نه به د امېد په نامه ېوه مصنوعى سپوږمى د بل کال په اولو وختونو کې فضاته ولېږى.

په واشنگټن کې سپېنى ماڼى دغه ازموېنه د افسوس وړ وبلله او وې وېل چې دا به اېران نور هم په نړېواله ټولنه کې ېوازې اوتجرېد کړى. د سپېنى مآڼى نطآقې ډاه پرېنو د اېران راکټ بالېسټېک توغندى وباله.

د امرېکا اواروپاېې هېوادونو چارواکېو داېران د توغندېو د پروگرام په سر اندېښنه ښودلى ده او پرتهران ېې دا تور لگولى دى چې کوشش کوى داسى ټکنولوژى حاصله کړى چې اټومى وسلى جوړى کړى.

خو اېران دا تورونه ردوى او واېې چې دواړه پروگرامونه سوله ئېز دى. اېران له څو کلونو راهېسى د فضاېې پروگرام دانکشاف لپاره کوششونه کوى.

وايي چې دوى د مصنوعى سپوږمېو پروگرام ته د څېړنو او مخابراتو په برخه کې اړتېا لرى. د اېران اولنى مصنوعى سپوږمى روسېې جوړه کړې وه او دېوه روسى راکټ په واسطه ٢٠٠٥ کال د اکتوبر په مېاشت کې هواته والوزول شو.

XS
SM
MD
LG