د لاس رسي وړ اتصالات

اسراېېلو له ځان وژونکى برېد نه وروسته امنېتى اقدامات سخت کړېدى


په اسراېېلو کې امنېتى اقداما ت وروسته له هغه نه چې ېوه ځان وژونکى پکى چاودنه وکړه ډېر سخت شوېدى. رپوټ واېې ېو کال به کېږى چې په اسراېېلو کى ځان وژونکى چاودنه نه وه شوې.

د اسراېېلو چارواکى په ېو شمېر لارو چاروباندى غور کوى چې ددغې پېښى مقابله څنگه وکړى. داسراېېلو د اولسى جرگې د خارجى چارو او دفاعى کومېټى مشر حکومت دېته هڅوى چې دفلسطېن د سر تېرى ډلې حماس د سېاسى مشران قتل کړى.

د حماس وسله والى څانگې ددوشنبى دورځى د حملى مسوولېت په غاړه اخېستى دى. ددوشنبى دورځى ځان وژونکى برېد په جنوبى ښار دېمانه کې شوى و.

ېوه ښځه پکى ووژل شوه او لږ تر لږه اوه کسان پکى زخمى شول. پولېسو ددوېمې چاودنې مخه په دې ونېوله چې بل ځان وژونکى ېې مخکى له دېنه چې خپل ځان په بم والوزوى ځاې په ځاى ووېشت او مړېې کړ.

د فلسطېن د روغتون چارواکى وايي چې اسراېېلو عسکرو په غزه کې د حماس دوه سرتېرى وژلى دى.

XS
SM
MD
LG