د لاس رسي وړ اتصالات

د تاریخ په ځنډه کې


د کال ١٩٨٨ د نوامبر پر شپاړ سمه، د پاکستان خلکو له یوې لسیزی څخه وروسته لومړنیو انتخاباتو کی د پخواني صدراعظم، ذوالفقارعلی بوټو لور، فقید بېنظیر بوټو، د صدر اعظمی په حيث انتخاب کړه.

دا په معاصر تاریخ کی د یوه اسلامی هیواد لومړنی ښځینه مشره وه. په کال ١٩٧٧ کی، کله چی جنرال محمد ضیاء الحق په یوه پوځی کودتا کی قدرت ونیوی، ذوالفقار علی بوټو یې محاکمه کړ، او ځکه یې اعدام کړ چی ویل یې په کال ١٩٧۴ کی یې د یوه سړي د قتلولو امر ورکړی وو.

بېنظیر بوټو په وروسته اوو کالو کی څو ځله په خپل کور کی نظر بنده سوه. په کال ١٩٨۴ کی بېنظیر بوټو انگلستان ته وتښتېده او هلته د پاکستان د پیپلز پارټی، چی د دې پلار تاسیس کړې وه، مشره سوه.

جمهور ریس ضیاءالحق په کال ١٩٨٨ کی د متحده ایالاتو د سفیر سره یو ځای د الوتکي د لوېدلو په یوې پېښی کی مړ سو او په پاکستان کی د قدرت خلا منځته راغله.

------------------------------

د کال ٨١٢٠ ، د امریکا پر ایسیکس نومي کښتی باندی، چی د نهنگانو په ښکار پسی وتلې وه، یوه لوی نهنگ د جنوبی امریکا د لوېدیځ ساحل څخه، دوه زره میله لیری حمله وکړه.

دغه ٢٣٨ ټنه ایسیکس نومې کښتۍ، د نهنگانو په ښکار پسی وتلې وه چی د هډوکو او غوړیو څخه یې ډېره زیاته گټه ترلاسه کېدله. یوه قهرېدلي نهنگ دوه ځله پر کښتۍ باندی حمله وکړه او پر بل مخ یې واړوله.

ددغی بېړۍ شل تنه عمله په نورو وړو کښتیو کی وتښتېدل مگر پنځه لس تنه یې په څپو کی ډوب سول او یوازي پنځه تنه یې ژوندي پاته سول.

ددغو پنځو تنو څخه دریو تنو یې په ډېرو خواریو یې ځانونه د جنوبی امریکا سواحلو ته ورسول او دوه نور یې په لار کی د لوږي څخه مړه سول.

------------------------------

د کال ١٧٨٣ د نومابر پر یویشتمه فرانسوی ډاکټر جین فرانکوی ډی روزې او فرانکوی لورینټ، د لومړي ځل لپاره په بالون کی والوتله او د پاریس پر سر باندی یې په تقریبا پنځه ویشتو دقیقو کی پنځه نیم میله الوتنه وکړه.

دا بالون دوو وروڼو ژاک ایتینی او جوزف مایکل مونټگولفایر اختراع کړی وو. انسانانو په حقیقت کی د بېخې ډېره وخته د الوتلو خوبونه لیدلي وه.

د یونان یوه افسانه موږ ته وایی چی ډیډېلس وزرونه جوړ کړل او د موم پیوندونه یې پکښی وهل او هوا ته والووت.

لوناردو داوینچی په پنځه لسمه پېړۍ کی د داسی الوتونکو ماشینونه رسمونه وایستل چی اوسني هیلیکوپټر ته ورته وه. خو د انسانانو دا ارزو ایله د ١٧٨٠ په لسیزه کی پوره سوه، او انسان په هوا کی وگرځېدی.

------------------------------

د کال ١٩٢٢ د نوامبر پر شپږ ویشتمه، برټانوي لرغون پېژوندونکي، هاوارډ کارټر او لارډ کارناروون، په څه باندی دریو زرو کالو کی د لومړي ځل لپاره د مصر د پاچا ټوټان خامین قبر ته ننوتل.

دا یوه عجیبه خبره وه چی تر دغه وخته پوری د ټوټان خامین قبر ته هیڅوک نه وه ورغلي او هغه ثابت پاته سوی وو، او په هغه کی دننه ددغه تنکي ځوان پاچا د سرو زرو د یوه تابوت په شمول، چی د هغه مومیایی سوی مړی پکښی پروت وو، په زرهاو قېمتی شیان پیدا سول.

کله چی په کال ١٨٩١ کی کارټر د لومړي ځل لپاره مصر ته ورغی، نو د مصر د پاچاهانو اکثر قبرونه لوټ سوي او قېمتی شان ورڅخه وړل سوي وه.

او تر کال ١٩١٣ پوری اکثر لرغون پېژوندونکي په دې عقیده سول چی نور نو په مصر کی داسی تاریخی اثر پاته نه دی چی هغه کشف سوی نه وی. خو کارټر امید له لاسه نه ورکاوه او د مصر د پاچاهانو د قبرونو کیندلو ته یې، تر هغه وخته پوری چی د ټوټان خامین قبر یې پیدا کاوه، دوام ورکړ.

پاچا ټوټان خامین په کوچنیوالي کی پاچا سو او تر لسو کالو پاچاهی وروسته د اته لسو کالو په عمر مړ سو، ځکه یې نو د مصر په تاریخ کی چندانی کارنامې پاته نه دی.

د ټوټان خامین په قبر کی د سروزرو او جواهراتو پر یو شمېر آثارو برسېره، د کورسامانونه، کالي، یوه گاډۍ‏، وسلې او یو شمېر نور داسی شیان پراته وه چی د پخواني مصر پر کلتور باندی یې رڼا اچوله.

د ټوټان خامین مړی درې زره دوه سوه کاله په دغه تابوت کی ساتل سوی وو او اوس د هغه له قبر څخه لاسته راغلي آثار د مصر د قاهرې په میوزیم کی ساتل کېږی.

XS
SM
MD
LG