د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران د تېلو تولېد اوس خپلى 'لوړى' څوکى ته رسېدلى دى


د اېران د تېلو وزېر وايي ددغه هېواد د تېلو تولېد داسلامى انقلاب راهېسى چې په ١٩٧٩ مېلادى کال کى و اوس خپلى لوړى څوکى ته رسېدلى دى.

غلام حسېن نظرى وايي اېران له څلور ملېونو بېرلو نه زېات تېل د سه شنبى په ورځ تولېد کړل او له انقلاب نه وروسته دا بى سابقى کار دى.

هغه ووېل چې اېران پلان لرى چې دتېلو تولېد د ورځى څلور اعشارېه دوه ملېونو بېرلوته د مار چ تر ١٩ مى پورې زېات کړى.

اېران هېله من دى چې د خپلو تېلو دتولېد اندازه نوره هم زېاته کړى او د تېلو له جگى بېې نه گټه واخلى.

XS
SM
MD
LG