د لاس رسي وړ اتصالات

په زرهاوو خلکو د میرمن بوټو په قبر باندی ژړا او ماتم وکړ


په زرهاو خلک نن د پاکستان د مخالفي مشري او پخوانۍ صدراعظمي بینظیر بوتو قبر ته ورغلي وو.

نن د هغې د وژل کیدو څلویښتمه وه. د هغې مېړه آصف علی زرداري دغو خلکو ته وینا وکړه او ویې ویل چی ددې د میرمنی د شهادت انتقام به په دیموکراتیکه طریقه واخیستل سی.

د میرمن بوتو د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشري اوس زرداری کوی او هغه غواړی د فبروری د اتلسمي انتخاباتو د پاره مبارزې ته ځان چمتو کړی.

میرمن بینظیر بوتو د ډیسیمبر په ٢٧ مه په راولپنډي کی د ځان مرگه په حمله کی ووژل شوه.

پولیسو د هغې د قتل په ارتباک نن دوه نور مشکوک کسان هم ونیول .

XS
SM
MD
LG