د لاس رسي وړ اتصالات

گیتس: پکارده چې امرېکا او ناټو په افغانستان کې ناکام نشى


د امرېکا د دفاع وزېر رابرټ گېټس او په افغانستان کې د نړېوالو امنېتى قواو قوماندان، په افغانستان کې د ېاغېانو سره په جگړه کې د ناټو د غړېو هېوادونو په همکارى باندى ټېنگار کوى.

کله چې دامرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس د امرېکا د اولسى جرگې او سنا د وسله والېو جرگه گېو په مخکى شاهد ورکوله.

د هغوى زېاتى پوښتنى د افغانستان په باب وې او دهغو ستونزو په برخه کې چې امرېکا د ناټو دهېوادونو ملاتړ تر لاسه کړى چې د افغانستان ډېر خطرناکو سېموته عسکر ولېږى.

ښاغلي گېټس ووېل دى دا نېت لرى چې دناټو په هغه مجلس کې چې د لېتوانېا په پاېتخت وېلنېوس کې به وشى، دناټو په چارواکېو باندى زور واچوى چې په افغانستان کې د زېاتى همکارئ، ملکى هلو ځلو او داوږدې مودې ستراتېژى ته ضرورت دى.

گېټس په دې برخه کې داسى ووېل: “ نا ټو د ددرى ېا پنځو کلونو ستراتېژى ته ضرورت لرى، چې د روان کال او ٢٠٠٩ مېلادى کال نه وروسته راتلونکېو کلونو ته نظر واچوى چې په دې ځان پوه کړو سره چې له نن نه درى کاله ېا پنځه کاله وروسته باېد افغانستان په کوم حآلت کې وى. دغه کار به څه ډول قواوې وغواړى اوڅه ډول مدنى تعهداتو ته ضرورت وى. او څه ډول انکشاف اواقتصاد ته به اړتېاو ولرى.”

گېټس په امنېتى او نظامى برخو کې کامېابېو ته اشاره وکړه او وې وېل چې په تېرو دوو کلونو کې په ختېځو ولاېتونو کې په تشدد اومرگ ژوبله کې کموالى راغلى دى.

هغه ووېل چې د ېاغېانو خلاف عملېات ډېر ښه روان دى. خو گېټس د جمهورى غوښتونکې سناتورې سوزان کالېنز ددې پوښتنى په ځواب کې چې دناټو د نورو هېوادونو دعسکرو احتمالى زېاتوالى ددى سبب کېدلى سى چې امرېکا خپل عسکر په افغانستان کې کم کړى که نه،

هغه ووېل: “زه په دې ستونزه باندې د ډېرو مېاشتو راهېسى په دوامدار ډول کار کوم خو زه به په دې وخت کې دا وواېم چې زه په دې برخه کې په خاص ډول خوشبېن نه ېم.”

ښاغلى گېټس وايي خو ددى نښى نښانى شته دى چې د ناټو هېوادونه به تش په نامه دملاتړ خبرى ونکړى بلکه گټورى او اغېزمنى مرستى به وکړى او په دغه مامورېت کى به ونډه واخلى. هغه ووېل دى هېله من دى چې ددى گټور ې بسپنى او ونډې څرگندى نښى نښانى به د وېلنېو س په مجلس کې ښکاره شى.

په افغانستان کې د ناټو د نړېوالو امنېتى قواو قوماندان جنرال ډان مکنېلى د پولنډ هغه پلان ته اشاره وکړه چې وايي په راتلونکېو څو مېاشتوکې دعسکرو شمېر او تجهېزات زېات شى. داسى اقدامات به گټور وى.

مکنېل په پنتاگان کې خبرېالانوته ووېل دا کار متوقع ندى چې امرېکا او انډېوالان به ېې په دې قادر شى چې د هغه څه چاره وکړى چې دى ورته د افغانستان او نړېوالو قواو ترمنځ خلا وايي او همدارنگه هغه منابع به پوره نکړى شى چې نړېوالى قواوې ورته ضرورت لرى.

آېک سکېلټن د امرېکا د اولسى جرگې د وسله والې کومېټى رئېس ښاغلى گېټس او د لوېو درستېزانو د کومېټى رئېس ماېکل مالېن ته ووېل پکارده چې امرېکا او انډېوالان ېې ډېر سخت کار وکړى په افغانستان کى له ناکامى سره مخامخ نشى ځکه چې د امرېکا او ناټو امنېت ته به زېان اوتاوان ورسوى.

امرېکا او برتانېې د چارشنبى په ورځ په گډه خواهش وکړ چې دناټوهېوادونه دې افغانستان ته نور عسکرهم ولېږى.

XS
SM
MD
LG