دا وایی چی طالبان په روحیاتی لحاظ ډېر سخت کمزوري سوي او وحشیانه اعمال کوی. خارجه وزیری رایس دغه تبصرې افغانستان ته د یوه نا اعلان سوي سفر په ترڅ کی وکړې.
خارجه وزیره رایس او د برټانیې خارجه وزیر، ډېویډ میلی بېنډ، د طالبانو پخواني مرکز د کندهار ناکراره ښار ته ورغللل.
دواړو خارجه وزیرانو، د ناټو له قوماناندانو او هغو پوځیانو سره وکتل چی د طالبانو سره په مقدمه جبهه کی جنگېږی.
دوی دواړه وروسته د جمهور ریس حامد کرزي سره د خبرو د پاره کابل ته ولاړل.
متحده ایالاتو او برټانیې د ناټو له غړو هیواودنو څخه غوښتی دی چی د افغانستان په جنوب کی چی طالبان تر بل هر ځای زیات قوت پکښی لری په پوځی عملیاتو کی زیاته ونډه واخلی.
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، رابرټ گېټس نن په اروپا کی خبریالانو ته وویل چی هغه ځکه خواشینی دی چی د ناټو ځینو غړو هیوادونو افغانستان ته د جنگی عملیاتو د پاره عسکر نه دي لېږلي؛ مگر دی فکر نه کوی چی په افغانستان کی د ناکامی احتمال موجود دی.
په داسی حال کی چی رایس خبریالانو ته وویل دا هیله لری چی د ناټو غړي هیوادونه به افغانستان ته نور پوځیان واستوی، دا وایی د ایتلاف قواوي د طالبانو سره مقاومت کوي او هغوی ته ماته ورکوی.
ناټو او د ایتلاف قواو د طالبانو د هغو قواو سره مقاومت وکړ چی په ډېر لوی قوت راغلل او خپل تاکتیک ته یې داسی تغیر ورکړ چی له بده مرغه زیاتره یې ملکیان او بې گناه خلک قتل کړل.
ددوی له دې عملیاتو او تاکتیکونو څخه ماته څرگندېږی چی دوی خطرناک دي، مگر په روحیاتی لحاظ ډېر سخت کمزوري دی.
دوی وحشیانه اعمال کوی او د افغانستان خلک د هغوی ددغه وحشت په مقابل کی راپورته سوي دي. خارجه وزیره رایس وایی دا عقیده لری چی په افغانستان کی د یاغیانو پر ضد ستراتیژی مثبت تاثیر لری مگر کار لا بشپړ نه دی.
جمهور ریس کرزي د ناټو هغه هیوادونه وستایل چی افغانستان ته یې پوځیان لېږلي دي.
اوس که چېری د ناټو ټول غړي هیوادونه نوره مرسته هم وکړي نو موږ به ډېر خوشاله یو، مگر زه به د پوځیانود زیاتولو او په دغه اړه د نورو موضوعاتو په باب د فیصلې کولو مسله د ناټو غړو هیوادونو ته پرېږدم.
دریو واړو مشرانو د افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو د خاص استازي د ټاکل کېدلو مفکوره تایید کړه چی د هغو هیوادونو کارونه تنظیم کړي چی دافغانستان د بیا ابادولو په کار کی مرسته کوی.
د برټانیې خارجه وزیر میلی بېنډ وویل د ملگروملتونو خاص استازی باید ډېر ژر وټاکل سی.
موږ دغه راز غواړو چی یو قوي او اغېزمن بین المللی تنظیمونکی ولرو چی د ملگروملتونو او د افغانستان د حکومت باور ترلاسه کړای سی او دا کار باید چی ژر ترژره وسی.
دا داسی یو کار دی چی د هغی مفکورې اساس دی چی بین المللی ټولنه داسی مسولیتونه لری چی باید په ډېره اغېزمنه توگه یې بشپړ کړی.
څه باندی شپږ کاله کېږی چی د متحده ایالاتو په رهبری ایتلافی قواو د طالبانو رژیم پرزولی دی خو اوس دغه اسلامی ملېشه بیرته غښتلې سوې ده.
په تېر کال کی څه دپاسه شپږ زره کسان، چی اکثر یې یاغیان وه، په افغانستان کی په جنگونو کی ووژل سول.